د شیخ زاید پوهنتون روغنیاتو، مایع ګاز او د جنراتورونو فلترونو قرارداد
دشیخ زاید پوهنتون اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان(1399)کال جدي میاشتې(27) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (6)قلمه روغنیاتو، مایع ګاز او د جنراتورونو فلترونو قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه تدارکاتو عمومي مدیریت څخه، چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري، تر لاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
همدارنګه خپل آفرونه په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د همدې میاشتې (28)نیټې، د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته په خپل لاس واچوي.
ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.
د افر تضمین د بانک ګرانټي په ډول د شرطپاڼې مطابق(340000)افغانۍ اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د جدي میاشتې په (28)نیټه د غرمې مخکې 10:00 بجې د ریاست مقام اڅکزي تالار کې دایریږي.