د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۲–۱۴۰۶ هـ ش ستراتیژیک پلان لنډیز

سریزه

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۲–۱۴۰۶ هـ.ش ستراتیژیک پلان د پوهنتون د علمي، څېړنیز، تدریسي، اداري، زیربنایي او ټولنیز پرمختګ لپاره د پنځو کلونو لپاره یو جامع لارښود دی. ستراتيژيک پلان د پوهنتون د موجوده وضعیت، تېر ستراتیژیک پلان، لرلید، رسالت، اساسي ارزښتونو، ستراتیژیکو موخو،  SWOT  تحلیل، لومړیتوبونو او د تطبیق او ارزونې پر بنسټ ترتیب شوی دی. د پلان اساسي هدف دا دی چې پوهنتون د باکیفیته لوړو زده کړو، علمي څېړنو، نوښت، اغېزمنې ادارې او ټولنیز خدماتو په برخه کې لا پیاوړی شي.

  • د تېر ستراتیژیک پلان ارزونه

د شېخ زاید پوهنتون په خپل نوي ستراتيژيک پلان کې د ۱۳۹۸۱۴۰۱ هـ.ش تېر ستراتیژیک پلان ارزولی او څرګندوي چې که څه هم ځینې موخې ترلاسه شوې وې، خو ټولې ستراتیژیکې موخې په ټاکلي وخت کې بشپړې نه شوې. له همدې امله د تېر پلان د تطبیق ستونزې او خنډونه د نوي پلان د جوړولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

  • لرلید او رسالت

د پوهنتون لرلید دا دی چې د یوه علمي ـ څېړنیز مرکز په توګه وده وکړي او د علم، څېړنې او مسلکي بشري ځواک په روزنه کې خپل علمي اعتبار لوړ کړي. رسالت یې د معیاري لوړو زده کړو، څېړنې، نوښت او مسلکي ظرفیتونو له لارې د هېواد د اړتیاوو مطابق د وړ بشري ځواک روزنه او د ټولنې د ستونزو د حل لپاره علمي خدمت وړاندې کول دي.

  • اساسي ارزښتونه

پلان د پوهنتون د فعالیتونو لپاره لاندې مهم ارزښتونه ټاکي:

  • باکیفیته لوړې زده کړې؛
  • په ملي او سیمه‌ییزه کچه د یووالي ټینګښت؛
  • اخلاق او کرامت؛
  • انډولتیا او برابري؛
  • سالمه، اغېزمنه او ګټوره اداره؛
  • اکاډمیکه ازادي؛
  • حساب ورکونه.
  •    ستراتیژیکې موخې او اساسي پروګرامونه

 1.5   د څېړنې پراختیا، د علم تولید او نوښت

څېړنه د پوهنتون د ستراتیژیک پلان له مهمو محورونو څخه ده. پوهنتون غواړي د څېړنې کلتور پیاوړی کړي، د ټولنې د اړتیاوو او ستونزو پر بنسټ هدفمندې څېړنې ترسره کړي، د څېړنې لپاره ځانګړې بودجه رامنځته کړي، له داخلي او نړیوالو څېړنیزو مرکزونو سره همکارۍ پراخې کړي او استادان او محصلین د معیاري څېړنیزو میتودونو په برخه کې وروزي. همدارنګه د علمي څېړنې، نوښت او انتقادي تفکر عامول د دې برخې مهم هدفونه دي.

 2.5  اداره، رهبري او شفافیت

پلان د اغېزمنې ادارې، سالمې رهبرۍ، شفافیت او حساب ورکونې پر پیاوړتیا تمرکز کوي. د شکایتونو د ثبت، ارزونې او رسېدنې لپاره د شفافیت او شکایتونو کمېټه او مشخص میکانیزم رامنځته شوی، څو د اداري ستونزو، فساد او ناغېړیو د مخنیوي او اصلاح لپاره منظم سیستم موجود وي.

3.5  د نصاب بیاکتنه او پراختیا

شېخ زاید پوهنتون غواړي خپل تحصیلي نصابونه د ملي، سیمه ‌ییزو او د کار بازار د اړتیاوو مطابق نوي او معیاري کړي. د دې لپاره د متخصصینو، استادانو، محصلینو، فارغینو، استخدام کوونکو ادارو او نورو ذیدخلو اړخونو نظرونه اخیستل کېږي. همدارنګه د درسي موادو د نوي کولو او د نړیوالو معیاري درسي کتابونو د ژباړې او برابرولو لپاره هم کوشش کېږي.

4.5  د کیفیت څارنه، ارزونه او ښه والی

د پوهنتون د علمي او اداري کیفیت د لوړولو لپاره د کیفیت څارنه، ارزونه او دوامداره ښه والی د پلان مهمه برخه ده. په ځانګړي ډول د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره روزنیز پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

5.5  د زیربناوو پراختیا او معیاري کول

پلان د پوهنتون د فزیکي او علمي زیربناوو پراختیا، د موجودو امکاناتو معیاري کول او د اړتیا وړ نویو تاسیساتو جوړول په پام کې لري. په دې برخه کې د پوهنتون د مالي سرچینو پیاوړتیا او مالي خپلواکۍ ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده.

6.5  د علمي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول

د استادانو، اداري، تخنیکي او نورو کارکوونکو د ظرفیت لوړول د پلان بله مهمه برخه ده. د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه، لنډمهاله روزنې، د مدیرانو او تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونه، د مسلکي علمي کادرونو استخدام او د علمي کادرونو علمي پرمختګ په دې برخه کې شامل دي.

7.5 علمي او نړیوالې اړیکې

پوهنتون غواړي له ملي، سیمه ‌ییزو او نړیوالو پوهنتونونو او علمي بنسټونو سره دوه اړخیزې همکارۍ، توامیتونه او علمي اړیکې پراخې کړي. د استادانو او محصلینو د علمي تجربو تبادله او د ګډو څېړنو زمینه برابرول د دې برخې له مهمو موخو څخه دي.

8.5  د تحصیلي پروګرامونو پراختیا

پلان د ټولنې او کار بازار د اړتیاوو مطابق د نویو تحصیلي او ماسټرۍ پروګرامونو د رامنځته کولو لپاره هم پلانونه لري؛ د مثال په توګه په ځینو پوهنځیو کې د نویو برنامو او ماسټرۍ پروګرامونو ایجاد.

  • د پوهنتون د وضعیت تحلیل

د ستراتیژیک پلان په جوړولو کې د پوهنتون SWOT  تحلیل هم ترسره شوی، چې پکې د پوهنتون قوتونه، کمزورۍ، فرصتونه او ګواښونه ارزول شوي دي. همدارنګه د QSPM  له لارې د ستراتیژیکو لومړیتوبونو د ټاکلو هڅه شوې ده. د مثال په توګه، د ماسټرۍ او دوکتورا لرونکو استادانو کمښت، د نړیوالو ژبو د مهارتونو کمزورتیا او د علمي څېړنو د اسانتیاوو کمښت د ځینو کمزوریو په توګه په ګوته شوي دي.

  • د پلان مالي او تطبیقي اړخ

د ستراتیژیک پلان ترڅنګ د پوهنتون لپاره پنځه کلن بودیجوي او مالي پلان هم ترتیب شوی، چې د بېلابېلو پراختیايي پروژو، د هغوی د لګښتونو، د پلي کېدو وخت، د تمویل سرچینې او لومړیتوبونه مشخصوي.

  • تمه کېدونکې پایلې
  • د پلان د تطبیق په پایله کې تمه کېږي چې:
  • د تدریس او زده‌کړې کیفیت لوړ شي؛
  • علمي څېړنې، علمي مقالې او نوښتونه زیات شي؛
  • د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو ظرفیت لوړ شي؛
  • تحصیلي نصابونه د ملي، سیمه‌ییزو او د کار بازار له اړتیاوو سره برابر شي؛
  • اداري شفافیت او حساب ورکونه پیاوړې شي؛
  • پوهنتون له ملي او نړیوالو علمي بنسټونو سره اړیکې پراخې کړي؛
  • علمي او فزیکي زیربناوې پراخې او معیاري شي؛
  • او پوهنتون د یوه پیاوړي علمي ـ څېړنیز او باکیفیته اکاډمیک مرکز په توګه خپل موقف پیاوړی کړي.

پایله

په مجموع کې د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۲۱۴۰۶ هـ.ش ستراتیژیک پلان د پوهنتون د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پرمختګ جامع نقشه ده. د دې پلان اساسي تمرکز پر کیفیت، څېړنه او نوښت، ښه اداره، نصاب، بشري ظرفیت، زیربنا، مالي پایداري او ملي او نړیوالو علمي اړیکو دی. پلان هڅه کوي چې د تېر پلان له ستونزو او د پوهنتون له اوسني وضعیت څخه په استفاده، پوهنتون د یوه معیاري، څېړنیز، نوښتګر، حساب ورکوونکي او ټولنې ته ځواب ویونکي پوهنتون په لوري سوق کړي.