شيخ زايد پوهنتون کې د کانکور ازموینې نوماندانو د بايومتريک لړۍ پيل شوه.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د خوست ولايت د ( عمومي، اختصاصي او دیني مدارسو) فارغانو څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال کانکور ازموينه کې د ګډون په موخه د بايومتريک معلوماتو د ثبت لړۍ پيل شوه.
د يادې ادارې د پلان سره سم به د بايومتريک معلوماتو ثبت دوه ورځې (نن سه شنبه او سبا چهارشنبه) دوام ولري او ازموینه به په کارتونو کې د درج شوې نېټې مطابق (پنجشنبه او جمعې) په ورځ واخيستل شي.
يادې ازموينې ته د خوست ولایت څخه (۳۱۸۷) تنو ځانونه نوماندان کړي دي، چې له بریالیتوب وروسته به لوړو زده کړو ته شامل شي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام دویمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور ۲۹مه
۲۰۲۶ م کال مې د ۱۹مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
