د اسلام له نظره د زده کوونکي حقوق او استاد مسؤلیتونه تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د خوست ولایت پوهاند عبدالحی حبیبي عالي لیسې زده کړيالانو ته د اسلام له نظره د زده کوونکي حقوق او استاد مسؤلیتونه تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمينار وړاندې شو، چې پکې د ښوونځي په داخل او بهر کې د استادانو او زده کړيالانو په حقوقو او وجایبو باندې په مفصل ډول معلومات ورکړل شول.
دغه یو ورځنی سیمينار د شرعياتو پوهنځي استاد مولوي محمد امين سعيدي له لوري وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
