د شيخ زايد پوهنتون محصلانو ترمنځ د فوټبال سيالیو پای لوبه تر سره شوه.

szu_admin
ثلاثاء, أكتوبر 14 2025 2:52 مساء
jhyuuki

هغه سيالۍ چې څه موده وړاندې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو، ليليې محصلانو او اداري کارکوونکو لوبډلو تر منځ په لاره اچول شوې وې، پای لوبه یې د کرنې او طب پوهنځیو محصلانو لوبډلو تر منځ تر سره شوه، چې طب پوهنځي لوبډلې وکړای شول چې دوه د یو په مقابل کې لوبه په خپل نوم کړي.
د محصلانو چارو معاونيت اړوند د ورزش مدیر شېر زمان شېردل له قوله؛ چې يادې سيالۍ د محصلانو ذهني سکون، مطالعې ته هڅونې، د محصلانو تر منځ صمیميت او یووالي ساتل او د فوټبال په برخه کې د محصلانو استعدادونو را برسېره کولو په موخه ترتيب شوي وې، چې شاوخوا شل ورځې یې دوام وکړ.
د يادولو وړ ده، چې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د ورزش د برخې مسؤلين تل هڅه کوي، چې د محصلانو بدني او ذهني روغتيا ساتلو او زده کړو ته د هڅونې په موخه د بېلا بېلو ورزشونو په برخه کې سيالۍ را منځته کړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS