د شيخ زايد پوهنتون محصلانو منبع الـ.ـجـ.ـهاد مـ.ـدرسې ته علمي سير تر سره کړ.

szu_admin
أحد, سبتمبر 07 2025 2:30 مساء
تتړداذلرتن

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۱۴مې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون دوولسو پوهنځیو یو شمېر محصلانو د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منیب، د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالوکیل تر لارښوونې لاندې علمي سیر تر سره کړ.
د خوست جـ.ـهـ.ـادي مـ.ـدرسې د عالمیې دورې د احادیثو استاد شيخ الحدیث والقرآن افضل حسين حسیني محصلانو ته د ښه راغلاست تر څنګ دا ډول علمي سفرونه ګټور ياد کړل او زياته یې کړه چې:((هغه واټن چې د پوهنتون او مدرسې تر منځ پخوا موجود و، اوس پای ته رسیدلی دی، ټول به په شریکه د شرعي نظـ.ـام لپاره کار کوو.))
نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې د پوهنتونونو په نصاب باندې  کار روان دی، هیله ده چې یو غوره نصاب به ژر تر ژر رامنځته شي چې دا وخت ورته ډېر ضرورت ليدل کېږي، همدارنګه محصلانو ته یې د علم حاصلولو په اړه ځینې توصیې وړاندې کړې.
د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب د دوی له میلمه پالنې څخه مننه وکړه او په خپله وینا کې یې د علم اهميت او ارزښت، دیني او عصري علومو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS