محصلانو ته د ویناوالۍ په برخه کې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
سبت, أبريل 12 2025 5:10 مساء
ییبرزذلب

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري ۲۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، د ژبو، ادبياتو او ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځيو د اخري کال محصلانو لپاره د ویناوالۍ اړوند ورکشاپ چې شپږ ورځې به دوام وکړي پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهنيار مجاهد همتيار دا ډول ورکشاپونو د محصلانو د علمي کچې لوړونې لپاره ډېر مهم ياد کړل او په روان کال یې دېته ورته برنامو د لا زياتوالي هوډ څرګند کړ.

ياد ورکشاپ چې د محصلانو چارو معاونیت له لوري برابر شوی دی، چې پکې به د محصلانو جرأت لوړونې، د وینا ډولونه، اصول او د اسلام له نظره د وينا ارزښت په اړه مهمو معلوماتو باندې بحثونه او نظريات تبادله شي.

نشراتو او عامه آړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS