د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي هيئت د شيخ زايد پوهنتون له رهبري سره غونډه تر سره کړه.

szu_admin
خميس, مارس 13 2025 10:03 صباحا
zxccvfdcvfgg

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ریاست مقام کې د شیخ زايد پوهنتون له رهبري سره غونډه وکړه.

ياده غونډه کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـ.انـ.ي، د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د انکشاف رئيس انجینر سردار ولي صالحي په مشرۍ راغلي نهه کسیز پلاوي، د پوهنتون مرستيالانو او پوهنځیو رئيسانو ګډون کړی و.

د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقـ.ـاني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی څخه مننه وکړه، چې د شیخ زايد پوهنتون ستونزې اوري او له لوړو مقاماتو سره یې شریکوي، نوموړي په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت له دایمي همکاریو څخه مننه وکړه.

د شیخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل لخوا د پوهنتون لنډ معلومات او لاسته راوړنې وړاندې شوې.

د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي هئيت مشر انجینر سردار ولي صالحي د لوړو زده کړو وزارت پیغام او غوښتنې وړاندې کړې، نوموړي د علمي برنامو په پراختیا، د محصلانو ستونزو ته رسیده ګي، عملي زده کړو ته زياته توجو، علمي څېړنو، د څېړنو پر بنسټ ولاړې زده کړې، د لوړو زده کړو مدیریتي او معلوماتي سیستم، د محصلانو د حاضرۍ برخې ته زیاته توجو، د پوهنتون د امکاناتو څخه په ښه ډول استفاده، د تدریسي روغتون کارونو او ستونزو ته په وخت توجو وشي او په عموم کې داسې پلانونه په کار واچول شي؛ چې د محصل په ښه روزنه کې ګټور تمام شي، نوموړي په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هر ډول هماهنګۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په جريان کې د شيخ زايد پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو له لوري ځینې ستونزې او مشکلات شریک شول، چې د راغلي پلاوي له لوري یې د حل په موخه د لوړو مقاماتو سره د شریکولو ډاډ ورکړل شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS