د آمریت اړوند معلومات

 

شمېره نوم تخلص رتبه دنده اړیکه بريښناليک عکس
۱ زاهد الله ذهين پوهنمل

د علمي څېړنو آمر

۰۷۶۴۶۹۵۲۸۷

۰۷۰۳۸۰۶۱۵۶

Zahidullah.koner@gmail.com ههنخمعغ
۲ امرالدین دانش  

د علمي څېړنو عمومي مدیر

۰۷۷۱۷۲۷۲۵۹ danish786@gmail.com غغفاتع
۳ واحدالله مقبل  

د طبیعي علومو کارپوه

۰۷۶۴۶۵۶۶۲۹ Waheed.moqbel@gmail.com غغاتعغاتنم
۴ عيدولي روښان  

د ټولنیزو علومو کارپوه

۰۷۰۱۹۷۸۷۰۰ Eidwalirohan2022@gmail.com سشصضثقب

چوپړتياوې او مسؤلیتونه 

 د علمي څېړنو آمریت پیژندنه:

د علمي څېړنو آمریت د پوهنتون په چوکاټ کې یو مهم علمي او مسلکي جوړښت دی، چې موخه یې د څېړنیزو فعالیتونو پراختیا، معیاري کول، او د علمي څېړنو پیاوړتیا ده. یاد آمریت د استادانو او محصلانو د څېړنیزو فعالیتونو د همغږي کولو او د علمي څېړنو په برخه کې د نړیوالو معیارونو د تطبیق لپاره ځانګړی ځای لري.

مسولیتونه:

1.            د څېړنیزو پلانونو جوړول او د څېړنو لپاره د مشخصو لارو چارو وړاندې کول.

2.            د علمي څېړنو اړوند ورکشاپونو او سیمینارونو ترتیبول.

3.            د استادانو او محصلانو د څېړنیزو فعالیتونو د لارښوونې لپاره مرسته کول.

4.            د څېړنیزو پروژو د پایلو ارزونه او وړاندې کول.

5.            موخو ته د رسیدو  لپاره د پلان شوو فعالیتونو مدیریت او نظارت

6.            د علمي څیړنو د ترسره شوو فعالیتونو او څېړنو ته د لاسرسي په برخه کې د باور وړ سیستم رامنځ ته کول.

7.            د څېړنیزو فعالیتونو د انکشاف لپاره د ملي او نړیوالو، دولتي او غیر دولتي موسسو له لارې د مالي سرچینو پيژندل.