د وترنري پوهنځي رئیس
د پوهنځي د رئيس پېژندنه
اړيکه |
+93788218174 |
|
برښناليک |
||
پوهنمل عبدالطیف رحیمي د وترنري علومو پوهنځي د کلینیک څانګې علمي کادري غړی دی. ښاغلي رحیمي په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د میدان وردګو ولایت، تنګي سیمه، د امام ابوحنیفه عالي لیسې څخه فارغ شو. په ۱۳۸۹ لمریز کال کې یې د لوړو هیلو په لرلو سره د کانکور ازموینه کې ګډون وکړ او له نېکمرغه د ننګرهار پوهنتون وترنري پوهنځي ته بریالی شو. په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له یاد پوهنځي فارغ شو او د لېسانس تحصیلي درجه یې د کادر په لرلو سره بشپړه کړه. ښاغلي رحیمي د استادۍ له مقدسې دندې سره زیات شوق درلود او غوښتل یې د دې لارې خپلې خاورې او ولس ته د چوپړ مصدر وګرځي، نو همدې موخې ته د رسېدو په پار یې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د آزاد رقابت له لارې کادري ازموینه کې ګډون وکړ. خوشبختانه په ازموینه کې بریالی شو او د شیخ زاید پوهنتون وترنري پوهنځي کې د علمي کادر په صفت ومنل شو. په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ایران هېواد لرستان پوهنتون ته د ماسټري زده کړو په موخه لار وموند او د ماسټري تحصیلي درجه یې همدلته بشپړه کړه. د ویاړ ځای دی چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې یاده دوره په بریا سره پای ته ورسوله او له یاد پوهنتون څخه یې عمومی پرازیتولوژی برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. نوموړی د ماسټري دورې تر بشپړېدو وروسته خپل هیواد ته راوګرځید او هغه مهال، له نېکمرغه، په ګران هیواد کې د اسلامي امارت لویه سوبه او فتحه راغلې وه. رحیمي صاحب له وړاندې د اسلامي امارت د سرښندونکو لارویانو په ډله کې، د یاد ډګر د نورو مشرانو او هم سنګرانو سره اوږه په اوږه ملګری و. د نوموړي استعداد او تجربې ته په کتو، د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د رئیس الوزرا په حکم، د شیخ زاید پوهنتون د علمي مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو. نوموړي د خپلې دندې پر مهال، په کمال وړتیا، ژمنتیا او روڼتیا سره یاده دنده ترسره کړه او د پوهنتون په اکاډمیک ډګر کې، یې د لوړو زده کړو د محترم وزارت او د شیخ زاید پوهنتون د اکاډمیک پرسونل ترمنځ په پوره زیرکتیا سره د یو مهم کلیدي شخص په توګه خپله وظیفه ترسره کړه. د خپلې دندې په مهال یې په کمال نوښت سره زیار وګاله، کوم چې شیخ زاید پوهنتون یې د زیاتو نوښتونو منځته راوړلو شاهد دی. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د وترنري علومو پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو او تر دې مهاله د استادي د سپېڅلې دندې ترڅنګ د پوهنځي د ریاست دنده هم پر مخ وړي. |