د وظیفوي تداخل مخنیوي په موخه د دندو لایحو بیا کتنې لپاره کمېټه وټاکل شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۲۸
kflhokigkk

د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاوید خالد تر مشرۍ لاندې د وظیفوي تداخل مخنیوي او کاري ساحه کې د وضاحت رامنځته کولو په موخه، د پوهنتون کادري او اداري بستونو د دندو لایحو بیا کتنې لپاره نهه کسیزه کمېټه جوړه شوه.

په ياده کمېټه کې د پوهنتون په کچه تجروبه لرونکي استادان او کارکوونکي شامل دي، چې د پوهنتون کادري او اداري بستونو د دندو لایحې به له نظره تېرې او د یو بل سره تطبيق کړي او په پای کې به د خپلو کړنو ګزارش له لوړو زده کړو وزارت سره شریک کړي، ترڅو له مخې یې په راتلونکي کې د وظیفوي تداخل مخنيوي په موخه لازمې کړنې تر سره شي.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګې محصلانو ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او رزونې پوهنځي د څلورم ټولګي ۱۴ تنو محصلانو د یو تن استاد پوهنمل شېرولي همت په ملتيا ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي له رهبري سره غونډه وکړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له دوهمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي د شیخ زايد پوهنتون څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید. . .

BACK TO NEWS