د شيخ زايد پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۵۷
البذرابل

سه شنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۳۰مه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۹مې نیټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون اداري شورا ناسته د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال پوهنمل مفتي عزت نور تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

ياده ناسته کې چې د اداري برخې مسؤلینو حضور درلود، د مالي او اداري چارو مرستيال لخوا د آمریتونو او کارکوونکو تر منځ د همغږۍ او کارونو په خپل وخت اجراء باندې ټینګار تر څنګ، په یو شمېر ستونزو او مشکلاتو باندې بحث تر سره او د حل لازمې لارې چارې یې و سنجول شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګې محصلانو ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او رزونې پوهنځي د څلورم ټولګي ۱۴ تنو محصلانو د یو تن استاد پوهنمل شېرولي همت په ملتيا ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي له رهبري سره غونډه وکړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له دوهمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي د شیخ زايد پوهنتون څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید. . .

BACK TO NEWS