کانکور ګډونوالو ته د تحصیلي څانګو په اړه معلومات وړاندې شول.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۰
د څانګوووووووووووه معلومات

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ. ش کال د جوزا مياشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۱مې نيټې سره سمون لري، د خوست ولایت ۱۴۰۴هـ.ش کال کانکور ګډونوالو ته د تحصیلي څانګو په اړه معلومات ورکړل شول.

د مالي او اداري چارو معاونیت د نشراتو او عامه اړیکو آمریت مسؤلینو لخوا د تحصیلي څانګو ارزښت او اړتیا، د څانګو اړتیا په ټولنه کې، د څانګو د کار بازار وضعیت، د څانګو انتخاب او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې معلومات د کانکور ګډنوالو ته وړاندې شول، چې د ګډونوالو لخوا د خوښې وړ وګرځیدل.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د کانکور ازموینې ګډونوالو ته ورته معلومات ورکړل شوي و.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګې محصلانو ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او رزونې پوهنځي د څلورم ټولګي ۱۴ تنو محصلانو د یو تن استاد پوهنمل شېرولي همت په ملتيا ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي له رهبري سره غونډه وکړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له دوهمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي د شیخ زايد پوهنتون څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید. . .

BACK TO NEWS