د ټولنيزو علومو او اقتصاد پوهنځيو څخه ۵۰ محصلان فارغ شول.

تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۵مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي له درېیو څانګو او د اقتصاد پوهنځي شپې برنامې څخه ۵۰ محصلان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
هغه غونډه چې په همدې موخه د شيخ زايد پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې را بلل شوي وه، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـانـ.ـي، د علمي، محصلانو چارو او د علمي څېړنو مرستيالانو، د دواړو پوهنځيو رئیسانو، استادانو، د فارغو شویو محصلانو خپلوانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
غونډې ته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـانـ.ـي په خپلو خبرو کې د فراغت مبارکي ورکړه او و یې وويل:((ستاسو کورنۍ ستاسو ته دې سختو حالاتو کې د علم زمینه برابره کړې ده، تاسې باید شکر اداء کړئ، اوس محصلان نه یاست؛ بلکې د ټولنې لپاره د خدمت مسؤلیت در غاړې ته شو.))
د پوهنځیو رئيسانو، استادانو په خپلو ویناوو کې د مبارکیو تر څنګ په ټولنه کې د ټولنيزو علومو او اقتصاد علم په ارزښت، د مسؤلیت احساس او د محصلانو لپاره د کاري فرصتونو را منځته کولو په اړه خبرې وکړې.
غونډه فارغو شویو محصلانو ته د تصدیق پانو په ورکولو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت