د وترنري علومو پوهنځي مایکروبیولوژي په لابراتوار کې محصلانو لپاره د بکتریا کښت لپاره کلچر میډیا جوړه شوه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۳۲
uyyu

د وترنري علومو پوهنځي مایکروبیولوژي په لابراتوار کې محصلانو لپاره د بکتریا کښت لپاره کلچر میډیا جوړه شوه.

د وترنري علومو پوهنځي مایکروبیولوژي په لابراتوار کې محصلانو لپاره د بکتریا کښت لپاره کلچر میډیا جوړه شوه او نمونه پکې کلچر شوه، وروسته د کلچر څخه ګرام تلوین هم تر سره شو کوم چې د میکروسکوپ لاندې د باکتریاوو موجودیت هم پکې ولیدل شو.

د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالطیف رحیمي محصلانو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ هڅه یې دا ده، چې د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې او مربوطه آزموينې (ټېسټونه) محصلانو ته په لابراتوار کې هره ورځ تر سره کړو.

شیخ زاید پوهنتون اداره ژمنه ده چې محصلانو ته د علمي زده کړو په برخه کې لا ښه زمینه برابره کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګې محصلانو ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او رزونې پوهنځي د څلورم ټولګي ۱۴ تنو محصلانو د یو تن استاد پوهنمل شېرولي همت په ملتيا ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي له رهبري سره غونډه وکړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له دوهمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي د شیخ زايد پوهنتون څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید. . .

BACK TO NEWS