د شيخ زايد او غزني پوهنتونونو تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۴
bcgfggmmhj

هغه ناسته چې په همدې موخه د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې ترتيب شوې وه، پکې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني، د غزني پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي عبدالمالک محسن، د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسين خېل، محصلانو چارو مرستيال مفتي محمد عـ.ـمر فضلي، مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد ګډون کړی و.
د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسين خېل د ښه را غلاست وينا تر څنګ د دې پوهنتون له لوري د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او ډاد یې ورکړ چې د توان سره سم به د ياد پوهنتون سره همکاري کوي.
د غزني پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي عبدالمالک محسن د شيخ زايد پوهنتون له رهبري مننه وکړه او دغه یې د خپل ځان لپاره یو لوی فرصت وباله او زياته یې کړه چې شيخ زايد پوهنتون د هېواد په کچه يو پياوړی پوهنتون او د زياتو امکاناتو څخه برخمن دی او نوموړي د خپله اړخه د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ياد تفاهم ليک له مخې به دواړه پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت ستراتيزۍ مؤثر تطبيق په موخه د علمي څېړنيزو او فرهنګي چارو کې ګډو همکاريو، ظرفيت لوړونې، د ګډو علمي برنامو تنظیم، استادانو او محصلانو تر منځ د تجربو شریکولو، محصلانو د فرهنګي او فکـ.ـري فعالیتونو، علمي سفرونو، علمي اثارو او پروژو په برخه ګډه همکاري کوي.
نېټه: سه شنبه
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال ذوالقعدة الحرام څلورمه
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور لومړۍ
د ۲۰۲۶ م کال اپريل ۲۱مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۵:۲
Background image

محصلانو ته په ژورنالېزم کې د جغرافیې اهمیت ترسرلیک لاندې سیمینار وړاند شو.

د شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د محصلانو چارو معاونیت له لوري په ژورنالېزم کې د جغرافیې اهمیت موضوع په اړه ترتیب شوی سیمینار وړاندې شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

محصلانو ته د اېپسټینیزم نړیوالې دجالي شبکې فعالیتونه ترسرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو او علمي څیړنو معاونیتونو په ګډه همکارۍ محصلانو ته (د اېپسټینیزم نړیوالې دجالي شبکې فعالیتونه) ترسرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

BACK TO NEWS