د امربالمـ.ـعروف قانون د تنفیذ کمېټې غونډه تر سره کړه.

szu_admin
Tue, Jul 08 2025 3:21 PM
dfgrtghy

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۲مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون امربالمـ.ـعروف کمېټې نوبتي ناسته د شیخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقانـ.ـي تر مشرۍ لاندې، د یادې کمېټې غړو په شتون کې تر سره شوه.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقانـ.ـي خبرې وکړې او ویې ویل؛ چې په نیکیو امر او له بدیو له منع زمونږ او ستاسو ټولو مسؤلیت دی.

د غونډې اجنډا مطابق د هغو منکراتو څخه منع کول چې په سترګو لیدل کېږي، د امر بالمـ.ـعروف او نهي عن المنکر په وخت کې د اشخاصو د پټو ګناهونو معلومولو تجسس او د هغوی حریم ته له داخليدو څخه ډده کول او یو شمېر متفرقه مسایلو باندې بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS