د میوې،ترکارۍ او غوښې اعلان

szu_admin
میوې

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1401) کال  حوت  میاشتې(1) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (16)قلمه مېوې، ترکارۍ او د غوښې  قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو آمریت  څخه، چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري،  تر لاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د حوت میاشتې (2)نیټې،  د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.

ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین  د شرطپاڼې مطابق د بانک ګرانټي په ډول  اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د حوت  میاشتې په (2)نیټه د غرمې وروسته  02:00 بجې د مالي اداري چارو معاونیت کې چې ریاست مقام ودانۍ لومړي پوړ کې موقعیت لري،  دایریږي.

په درنښت