د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د جنوب ختیځ زون لپاره د یوناما مرکزي دفتر استازو ناسته ترسره کړه.
په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم صاحب د ياد دفتر استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل.
ياده ليدنه چې د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې ترسره شوه، چې د یوناما جنوب ختیځ زون مرکزي دفتر استازو د پوهنتون له رهبرۍ سره د دوو اړخیزو همکاریو تر څنګ په یو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړې او د دواړو خواوو له لوري يو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۲۸مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد ۲۱مه
۲۰۲۶ م کال د اګسټ ۱۲مه
