استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.
د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو ۴۰ تنو استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.
په ياد شپږ ورځني کورس کې تر دا مهاله د څېړنې پېژندنه، د څېړنې موضوع له انتخاب څخه تر پایلې، د څېړنې ستونزو باندې معلومات وړاندې شوي دي او په پاتې څو ورځو کې به د څېړنې فرضیې جوړول، د څېړنې ډیزاين انتخابول، نمونه اخيستل، د معلوماتو ايډيټ او تحليل، د معلوماتو نمايش، د څېړنې اخلاق او د څېړنې د لیکنې پروسه باندې معلومات وړاندې شي.
ياد کورس د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونیت او د علمي چارو معاونيت اړوند مسلکي پرمختيا آمريت په همغږۍ په لاره اچول شوی دی، چې د علمي څېړنو مرستيال پوهندوی دوکتور احمد جاويد شکيب له لوري وړاندې کېږي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
