په شرعي څېړنه کې د ليکنښو سمه کارونه او تطبیقي بېلګې یې تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.

szu_admin
خميس, ديسمبر 05 2024 10:03 صباحا
ړړدذل

د ۱۴۰۳هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې ۱۶مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون شرعياتو پوهنځي کې چې د ياد پوهنځي استادانو، ژوري هیئت غړو او محصلانو حضور درلود، د فقه او قانون څانګې استاد او د کیفیت لوړونې آمر پوهنوال حسام الدين رحيم زي لخوا (په شرعي څېړنه کې د ليکنښو (علامات الترقیم) سمه کارونه او تطبیقي بېلګې یې) تر عنوان لاندې کنفرانس وړاندې شو.

په دغه کنفرانس کې له سريزې، د څېړنې مخينه، ارزښت، موخې او د څېړنې له کړنلارې روښانه کولو وروسته د څېړنې په اصلي موضوع کې په شرعي څېړنو کې د ليکنښو پېژندنه، په شرعي څېړنه کې د ليکنښو د کارونې اهميت، په شرعي څېړنه کې د ليکنښو ډولونه، د ليکنښو د کارونې تګلارې او تطبيقي بېلګې يې او يو شمېر نور موضوعات د باوري سرچينو په ښودلو سره لازم او اړين معلومات وړاندې شول.

په پای کې کنفرانس د څېړنې د پايلو او وړانديزونو په شريکولو او هم د ګډونوالو پوښتونو ته په ځواب ويلو سره پای ته ورسېد.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS