د څېړنې مېتودولوژي تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

szu_admin
خميس, أكتوبر 10 2024 10:42 صباحا
dcfvg

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې میاشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۳مې نېټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت لخوا د څېړنې مېتودولوژي تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د ورکشاپ د پرانيستې په مراسمو کې د شیخ زايد پوهنتون علمي څېړنو مرستيال پوهنمل دوکتور احمد جاويد شکيب د څېړنو اهميت په اړه خبرې وکړې او له ګډنوالو څخه یې هيله وکړه، چې د پوهنتون د پرمختګ او پايښت په موخه په څېړنيزو او نورو ورکشاپونو کې په پوره ليوالتيا او فعال ډول ګډون وکړي.

یاد ورکشاپ چې درې ورځې به دوام ولري، له ۱۲ پوهنځيو څخه ۳۶ استادانو پکې ګډون کړی، چې د کرنې پوهنځي علمي کادر غړي پوهنمل محمد اسمعيل مقبل لخوا پر مخ وړل کېږي او په لومړۍ ورځ د څېړنې پېژندنه، د څېړنې موخې، ځانګړنې، ډیزاین، مېتودولوژي او د څېړنو پر ډولونو باندې مفصل معلومات وړاندې شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS