د لابراتواري کارونو لارښود
د لابراتواري کارونو لارښود موخه دا ده، چې د لابراتوار دننه د کار کولو اصول، خوندیتوب، د وسایلو د کارولو طریقې او د تجربو د ترسره کولو تګلارې روښانه شي، ترڅو لابراتواري فعالیتونه په منظم، خوندي او علمي ډول ترسره شي.
د لابراتوار عمومي اصول
۱. ټول استادان، محصلین او کارکوونکي مکلف دي، چې د لابراتوار د مقرراتو اصول مراعات کړي.
۲. لابراتوار ته د داخلېدو پر مهال باید د لابراتوار ځانګړي جامې، دستکشې او د سترګو محافظوي عینکې وکارول شي.
۳. د لابراتوار دننه خوراک، څښاک او سګرټ څکول په کلکه منع دي.
۴. هېڅ محصل یا کارکوونکی نشي کولای، چې د استاد یا مسؤل له اجازې پرته لابراتواري وسایل وکاروي.
۵. د هرې تجربې تر پیل مخکې باید د هغې د ترسره کولو طریقه او لارښوونې په دقت سره مطالعه شي.
۳- د خوندیتوب اصول
۱. د کیمیاوي موادو د کارولو پر مهال باید د هغوي د خطرونو او د کارولو د طریقو په اړه بشپړ معلومات موجود وي.
۲. د اور اخیستونکو او خطرناکو موادو سره باید په احتیاط کار وشي.
۳. د برقي وسایلو د کارولو پر مهال باید د برېښنا د خوندیتوب اصول مراعات شي.
۴. که کوم کیمیاوي مواد پر بدن یا سترګو ولګېږي، باید سمدستي د پاکو اوبو په وسیله ومینځل شي او مسؤل ته خبر ورکړل شي.
۵. د هر ډول پېښې یا حادثې په صورت کې باید ژر تر ژره د لابراتوار مسؤل ته راپور ورکړل شي.
۴- د لابراتواري وسایلو کارول او ساتنه
۱. ټول وسایل باید د ټاکلي هدف او د لارښوونو له مخې وکارول شي.
۲. لابراتواري وسایل له کارولو وروسته باید پاک شي او خپل ټاکلي ځای کې کېښودل شي.
۳. د مات شويو یا خراب شویو وسایلو په اړه د لابراتوار مسؤل ته راپور ورکړل شي.
۴. حساس او پرمختللي وسایل باید یوازې د مسلکي او روزل شویو کسانو له خوا وکارول شي.
۵- د تجربو ثبت او راپور
۱. د هرې تجربې پایلې باید په منظم ډول په لابراتواري کتابچه کې ثبت شي.
۲. د تجربې راپور باید د عنوان، موخې، موادو، طریقې، پایلو او بحث له برخو څخه جوړ وي.
۳. د تجربو راپورونه باید په ټاکلي وخت کې اړوند استاد ته وسپارل شي.
۴. د تجربو ټول معلومات باید په دقت او صداقت سره ثبت شي.
۶- د لابراتوار نظم او پاکوالی
۱. د کار له پای وروسته باید د کار مېزونه او وسایل پاک کړل شي.
۲. استعمال شوي مواد او کثافات باید په ټاکلو ځایونو کې واچول شي.
۳. د لابراتوار چاپېریال باید تل پاک، منظم او خوندي وساتل شي.
۴. د لابراتوار د نظم او پاکوالي ساتل د ټولو استادانو، محصلینو او کارکوونکو ګډ مسؤلیت دی.
پورته د لابراتواري کارونو لارښود د څېړنو اصلي کمېټې په (۱۲) ۱۸/۱۲/۱۴۰۴ ه ل ګڼه پروتوکول غونډه او علمي شورا په ( ) / /۱۴۰۴ ه ل ګڼه پروتوکول غونډه کې ولوستل شوه او تايید شوه.