د علمي څېړونکو د تشویق او ترغیب کړنلاره

د دې کړنلارې څخه موخه د نهاد په کچه د استادانو او علمي څېړونکو هڅول، د علمي څېړنو کیفیت لوړول او د څېړنیزو فعالیتونو پراختیا ده.

۱- د پایلي شریکولو کنفرانس:

 د علمي څېړنو معاونیت د کال په څلورو ربعو کې د پایلي شریکولو کنفرانس له لارې د درکسیز ژوري هیئت لخوا هغه شخص، چې د کنفرانس په ارایه کولو ښه نمري ولري.

۲- علمي مقالې:

 هغه استادان یا څېړونکي چې خپلې علمي مقالې  په معتبرو نړیوالو او کورنیو علمي ژورنالونو کې نشر کړي.

۳- علمي کنفرانسونه:

هغه  استادان یا څېړونکي چې په ملي او نړیوالو علمي کنفرانسونو کې د علمي مقالو د وړاندې کولو په موخه فعال ګډون وکړي.

۴- څېړنیزې پروژې او نوښتونه:

هغه استادان یا څېړونکي چې د څېړنیزو پروژو په تطبیق، د نوښتونو او اختراعاتو په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولري.

۵- ګډي څېړنې:

 هغه استادان یا څېړونکي، چې د زده‌کوونکو سره په ګډه علمي څېړنې ترسره کړي او د څېړنیزو فعالیتونو په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.

۶- ورکشاپونه او سیمینارونه:

هغه استادان یا څېړونکي، چې په څېړنیزو ورکشاپونو، علمي سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو په تنظیم او تطبیق کې فعاله ونډه ولري.

 

۷- د ذیربطو ادارو سره ګډي څېړنیزې پروژې:

هغه استادان یا څېړونکې، چې د ذیربطو ادارو سره ګډي څېړنیزي پروژي ترسره کړي.

 

پورته کړنلاره د څېړنو اصلي کمېټې په (۱۲) ۱۸/۱۲/۱۴۰۴ ه ل ګڼه پروتوکول غونډه او علمي شورا په (   )   /     /۱۴۰۴ ه ل ګڼه پروتوکول غونډه کې ولوستل شوه او تايید شوه.