د علمي څېړونکو اخلاقي کوډونو (د نشر حق، ادبي سرقت) لرونکې څېړنیزه علمي تګلاره

د دې کړنلارې څخه موخه د نهاد په کچه د څېړنیزو فعالیتونو د اخلاقي معیارونو تأمین، د علمي امانتدارۍ ساتنه، ادبۍ سرقت علمي مخنیوی او دا یقیني کول چې ټولې څېړنې د علمي صداقت، شفافیت او مسؤلیت له اصولو سره سم ترسره شي.

  • په څېړنه کې له اخځلیکونو څخه ګټه اخیستل اړین دي، له همدې امله په متن او پای کې ماخذونه د ځانګړې تګلارې په ډول راوړو.
  • په متن کې اقتباسونه په منظم ډول راوړل.
  • په متن کې د لومړی لاس ماخذونه ته لومړیتوب ورکول او د اړتیا په صورت کې دویم او دېیم لاس ماخذونه راوړل.
  • په متن کې د شخصي حریم نه زیانمنول او د امانتدارۍ اصل ته پوره پاملرنه کول.
  • له نور متنونو څخه د ماخذونو په انتقال کې له دقت څخه کار اخیستل.
  • له لویو اقتباسونو راوړلو څخه ډډه کول او همدارنګه د مشابه او سره یو شان اقتباسونو پرځای د غیر مستقیم د خلاصه کولو نقل قولونو استفاده کول.
  • په متن کې بې طرفانه قضاوت او صداقت په پام کې نیول. د متن په انتقال کې صداقت، د متن رښتینولي، د مفاهیمو په راوړلو کې رښتینولي، د اشخاصو په اړه رښتیا ویل او د متن له پیل څخه تر پای پورې صداقت ته پام کول. همدارنګه معلومات او پایلې، میتودونه او پروسیجرونه په متن کې په رښتینولۍ سره ځای پر ځای کول.
  • د مرکو او پوښتنلیکونو څخه د اړتیا په صورت کې له نظر ورکوونکو څخه اجازه اخیستل.
  • د مرکو او پوښتنلیکونو په ترسره کولو کې راز داري په پام کې نیول.
  • په لیکنه کې د ژبي، معیاري لیکدود او څېړنې معیارونه ساتل.
  • متن به علمي اعتبار لري، له اثارو څخه د موضوعاتو او افکارو انتقال به علمي وي او د ګټې اخیستنې اثار به موثق او باوري وي.
  • متن، افکار او ماخذونه به علمي اعتبار لري.
  • له ادبي سرقت او غلا څخه د متن پاکوالي.
  • په څېړنه کې د بشري او چاپیریال ساتنې حقوق مراعات کول.
  • په څېړنه کې تجارتي اصول په پام کې نیول او له اجازې پرته د ځانګړي برانډ څخه یادونه نه کول.
  • د څېړنې په جریان کې هر ډول کاپي چې اخېستل کېږي د هغې حقوق په پام کې نیول.
  • د هیواد نافذه قوانین او اصول مراعاتول.

 پورته کړنلاره د څېړنو اصلي کمېټې په (۱۲) ۱۸/۱۲/۱۴۰۴ ه ل ګڼه پروتوکول غونډه او علمي شورا په (   )   /     /۱۴۰۴ ه ل ګڼه پروتوکول غونډه کې ولوستل شوه او تايید شوه