د معلوماتي سیستمونو څانګه

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري

د معلوماتي سیستمونو څانګې امر

د معلوماتي سیستمونو څانګې امر ګوهرشاه ګوهري

د امر لنډ ژوند لیک:

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري د الحاج مالک شاه زوی او د مرحوم الحاج سرښوونکي سلطان شاه لمسی او د افغانستان د  خوست ولايت  د مرکز لکڼو د سپينکيو بړيو کلي اوسيدونکی دی. نوموړی په ۱۳۶۵ ه ش کال کې د خوست ولايت د مرکز اړوند د سپينکيو بړيو په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانستې دي . په ۱۳۷۹ هـ ش کال کې د خوست ولايت د مرکز لکڼو  په عالي ليسه کې شامل او په  ۱۳۸۴ هـ ش  کال  کې د يادې ليسې د دوولسم ټولګي څخه په عالي درجه  فارغ  شوی.  په  ۱۳۸۶ کال کي د کانکور د ازموينې وروسته د شيخ زايد  پوهنتون د کمپيوټر ساينس په پوهنځی کې شامل او  په  ۱۳۸۹ کال کې د نوموړي پوهنځی څخه  په عالي درجه فارغ او د فراغت ديپلوم ترلاسه کړ. تر فارغيدو وروسته نوموړي د شيخ زايد پوهنتون دکمپيوټر ساينس په پوهنځی کې په پلازمينه کابل کې  د کادري ازموينې له برياليتوب  څخه وروسته په ۱۳۹۰ هـ ش کال  کې د شیخ زاید پوهنتون، کمپيوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي سیستمونو څانګې د علمي کادر د غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۳۹۳ کال کې د ازاد رقابت له لارې د شیخ زاید پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال په صفت په دویم بست کې تقرر حاصل کړ، او د دوه کاله خدمت کولو څخه وروسته په ۱۳۹۵ کال کې کابل ته د ماستری دورې زده کړو لپاره په رسمي بورس معرفي شو، په کابل کې يې د باختر پوهنتون څخه د کمپيوټر ساینس(سافټ وئیر انجینرېنګ) په برخه کې د تخصصي زده کړو ترلاسه کولو وروسته  د ۱۳۹۷ کال په نیمايي کې بیرته شیخ زاید پوهنتون ته راستون شو.

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري تر اوسه پوري په شيخ زايد پوهنتون کې لاندې فعاليتونه او دندې ترسره کړيدي:

۱. د پوهنتون د علمي شورا غړی

۲. د شیخ زاید پوهنتون د پوهنیزې مجلې مسؤل مدیر

۳. د شيخ زايد پوهنتون د پوهنيزې مجلې د تحریر هیئت غړی او کمپوزر

۴. د شیخ زاید پوهنتون د PDC بورډ غړی

۵. د شیخ زاید پوهنتون د OBE/SCL کمېټې غړی

۶. د شیخ زاید پوهنتون د انګلیسي ژبې او کمپيوټر زده کړې مرکز مشر او استاد

۷. د کمپيوټر ساينس پوهنځی سرپرست مرستيال

۸. د کمپيوټر ساينس پوهنځی د  کمپيوټرساینس عمومي ديپارتمنټ سرپرست آمر

۹. د پوهنځی د علمي شورا، اداري شورا، نصاب کمېټې، الکترونیکي کمېټې، او تضمین کیفیت کمېټې غړی

۱۰. د پوهنځی د ازموینو کمېټې مشر او غړی

۱۱. د پوهنځی د OBE/SCL کمېټې مشر

۱۲. د ديپارتمنټ د علمي شورا غړی

۱۳. د دیپارتمنټ شورا او تضمین کیفیت کمېټې مشر

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري د ۱۳۹۷ کال په پای کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي سیستمونو څانګې د سرپرست او د ۱۳۹۸ کال د ثور په میاشت کې د رسمي آمر په توګه دنده پيل کړه. چې د خپلو هیوادوالو لپاره د خپلې پاکې دندې(استادی) تر څنګ د معلوماتي سیستمونو څانګې د آمر په صفت خدمت وړاندې کوي.

د ۱۳۹۸ کال د ځان ارزونې د راپور بشپړونې په اړه د څانګې آمر پیغام

د کمپيوټر ساینس په ځانګړي توګه د معلوماتي سیستمونه علم او پوهه په افغانستان کې د زده کړې تقریباً نوي ساحه ده او له همدې امله د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي سیستمونو څانګه به له ستونزو خالي نه وي او زیاتې ننګونې يې پر مخ پرتې دي، چې مونږ يې د حل کولو لپاره په شریکه کار او هلې ځلې کوو. د ډېرو ننګونو د شتون سره، سره  بیا هم په ۱۳۹۸ کال کې مونږ زیاتې لاس ته راوړنې درلودلې چې د نمونې په توګه يې له تاسو سره شریکوو:

  1. د څانګې لپاره کلنۍ کاري پلان ترتېب، تطبیق او ګزارش يې له پوهنځی او سره شریک شوئ دی.
  2. د معلوماتي سیستمونو د څانګې شورا په ۱۳۹۸ کال کې (۱۰) جلسې دائيرې کړي دي، چې د ټولو جلساتو پرېکړې يې په ښه طریقه سره د تطبیق شوي دي.
  3. همدا ډول د معلوماتي سیستمونو څانګې د تضمین کیفیت کمېټې په ۱۳۹۸ کال کې (۱۰) د کیفیت لوړولو په موخه جلسې دائيرې کړي دي، چې د څانګې په علمي او تدریسي چارو کې يې پوره کیفیت رامنځ ته کړئ دی. د څانګې شورا او تضمین کیفیت کمېټې د جلساتو ټول ګزارشات د پوهنځی او ټولو استادانو سره د تطبیق او هدایاتو لپاره لېږل شوي دي.
  4. د څانګې د استادانو لپاره مو په (۲۱) مواردو کې کلنۍ دوسيې ترتېب کړي دي، او ټول  موارد يې بشپړ شوي دي.
  5. د تضمین کیفیت د چارچوب او رهنمود مطابق د معلوماتي سېستمونو څانګې (۱۹) ګونې موارد بشپړ شوي دي.
  6. د کیفیت د لوړاوي او اعتبارورکوونې په (۱۱) ګونو معیارونو کې د ځان ارزونه ترسره شوي ده.
  7. د ځان ارزونې په پایله کې د رابرسېره شویو ستونزو او نیمګړتیاوو لپاره د ځان ارزونې عملیاتي پلان (SAAP) ترتېب شوي دی.
  8. د مسیر یابي (TD) سند ترتېب شوي دی.
  9. د ۱۳۹۸ کال د پسرلني او خزاني دواړو سمیسترونو لپاره د تدرېس د ښه والي پلانونو ترتېب او تطبیق شوي دي.
  10. د دواړو سمیسترونو د تدریس د ښه والي پلانونو او نورو علمي او تدریسي چارو ګزارشات له پوهنځی سره شریک او تائید شوي دي.
  11. د څانګې د ټولو استادانو د ۱۳۹۸ کال د پسرلني او خزاني سمېسترونو مضمونونو لپاره انفرادي عملیاتي پلانونه او کورس پالیسۍ ترتېب او تطبیق شوي دي.
  12. د څانګې د ټولو استادانو په (۱۱) اونۍ کې د ځان ارزونه او په (۱۳) اونۍ کې د څانګې او هیئت لخوا د محصل په واسطه د دوی ارزونه ترسره شوي ده.
  13. د پايلو پر بنسټ زده کړې/محصل محوري تدرېس درسي مېتودونه تر ډېره عملي شوي دي.
  14. د تدریسي بهیر د هر ساعت څخه نظارت ترسره شوئ ، پخپله استاد ته فیډبک او د پوهنځی ریاست ته يې ګزارشات لېږل شوي دي.
  15. په ۱۳۹۸ کال کې د لومړي ځل لپاره د څانګې دوره يي کتنې لپاره هیئت ټاکل شوئ دی، او په نږدې راتلونکې کې به يې چارې بشپړې شي.
  16. د ۱۳۹۸ کال د معلوماتي سیستمونو پروګرام کلنۍ څار د استادانو د یوې کمېټې لخوا په جریان کې دئ. او د کیفیت لوړاوي په خاطر همداسې نور فعالیتونه ترسره شوي دي.

د معلوماتی سیستمونو څانګه په دې ویاړي، چې د شيخ زايد پوهنتون د نورو پوهنځیو د څانګو په څير يې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوونې د معيارونو مطابق د ځان ارزونې همدا ګزارش ترتیب او د کيفيت د لوړاوي د رهنمود مطابق د نورو څانګو په څير کړنې ترسره کوي.

د معلوماتي سیستمونو څانګې د خدمتګار او  آمر په توګه د څانګې د تضمین کیفیت د ۱۳۹۸ کال په کمېټه کې د محترمو غړو استادانو هر یو( پوهنمل صالح خان صالح ، پوهنیار میرویس تڼی ، پوهنیار محمد انور انور، پوهنیار اسدالله قرار) او د منشي په توګه د محترم پوهنیار نجیب الله سادات هڅې، چې د پوهنتون، کمپیوټر ساینس او په ځانګړي توګه د معلوماتي سیستمونو څانګې د تدریسي، علمي او اداري پرمختګونو او کیفیت لوړولو لپاره يې ترسره کړي دي، له ټولو څخه د زړه له تله مننه او د دوی پیاوړي ارادې او ښه خدمت کولو زیاته ستاینه کوم. همیشه ورته په ټولو علمي او تدریسي چارو کې بریالیتوبونه غواړم. د معلوماتي سیستمونو څانګې د ټولو چارو انکشاف او پرمختګ  د استادانو د شریک او ګډ کار نتېجه ده، چې په دې راپور کې له تاسو سره شریک کیږي.

مونږ لا هم ژمن یو، چې د لوړو زد کړو د کیفیت په ښه کولو کې به هر ډول هلې ځلې او مرستې دریغ نه کړو او د معلوماتي سیستمونو څانګې د موخو لاس ته راوړلو ترڅنګ به بهتر خدمتونه خپلو هیوادوالو او د پوهې مینوالو ته وړاندې کړو.

د معلوماتي سیستمونو څانګې په اړه نور دلته>>

کورپاڼه>>