خپرونو اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

لرلید: (Vision)

 د عامه اړیکو امریت د غوره رهبري، ټولنیزپرمختګ، د عامه اړیکو ستراتیژي او د مؤثر ارتباط را منځته کولو لپاره کار کوي. یاد امریت به په راتلونکي کې د شیخ زایدپوهنتون هر ډول لاسته راوړنو او فعالیتونو د لا ښه والي په موخه د عامه ذهنیت د روښانتیا، عامه اړیکو رامنځته کولو او هر ډول معلوماتو خپرولو یوه غوره مرجع وي.

رسالت: (Mission)

شیخ زاید پوهنتون خپرنیز ارګان تل هڅه کوي، چې د شیخ زاید پوهنتون لاسته راوړنې او ستونزې په وخت سره دټولنیزو شبکو، ویب سایت، فسبوک پاڼې او فسبوک پوستغالي  ترڅنګ علمي مجلې، معلوماتي بروشر،کتلاک ، بولټن، د لارښود بورړډونو، دعامه پوهاوي بورړدونو او مهالنۍ مجلې له لارې د لوړو مقاماتو، علمي مراکزو او ولسونو سره شریک کړي.

د نشراتو او ټولنیزو شبکو له لارې د عامه ذهنیت جوړونې او په  ټولنه کې د رغنده رول په درلودلو سره د عامه اړیکو امریت تل هڅه کوي، چې یادې موخې ترلاسه کړي.

د عامه اړیکو امریت د لاندې چاپي او بریښنايي رسنیو څخه د پوهنتون بېلابېل معلومات خپروي.

۱) علمي مجله: د مهالویش او پلان مطابق چاپیږي او  د علم مینوالو تنده پرې تر یوځایه خړوبه شوې ده.

۲) د پوهنتون خبري او فرهنګي مهالنۍ مجله: د پوهنتون اړوند لاسته راوړني، راپورونه او نور بېلابېلو موضوعات پکې خپریږي، د پلان مطابق په منظم ډول چاپېږي.

۳) ویب سایت، فسبوک پاڼې، فسبوک او بولټن: له لارې د شیخ زاید پوهنتون لاسته راوړنې او نور اړین نشرات ترسره کیږي.

۴) د پوهنتون معلوماتي کتلاک او بروشر: د پوهنتون په اړه پکې ټول اړین معلومات ځای په ځای شوي دي. 

ژمنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت، د لوړو زده کړو وزارت د ټولو قوانینو او مقرراتو مطابق، اسلام، هېواد، خاورې او ولس ته خدمت کول.

پیغام

 ګرانو ورورنو او خویندو د عامه اړیکو امریت ستاسې سلامتیا او پرمختګ هیله کوي، د ډېر لوی مهربانه ذات څخه غواړو چې په افغانستان کې د سولې او ارامۍ فضاء قایمه شي.

اتحاد او یووالی مو د بریا تر پولو رسولی شي، هیله ده چې تل یو موټی او متحد پاتې شی.

 

شماره نوم تخلص دنده اړیکه بریښنالیک عکس
1 عبدالرحیم هاتف آمر 0777974342  Abdulrahim.hatif1998@gmail.com HATIF
2 قریب الرحمن  قریب د خپرونو عمومي مدیر 0707239323 qaribrahman123@gmail.com مدیر
3 رؤف ګل یارمل د عامه اړیکو مدیر 0765662525 raufkhanmangal@gmail.com مدیر
4 نور محمد انقلابي د علمي مجلي مدیر 0777791653 Noor.enqelabi@gmail.com مدیر
            6