پېغام

شیخ زاید پوهنتون ګرانو محصلانو وروڼو او خویندو!

شیخ زاید پوهنتون ته په کامیابیدو تاسو د خپل ژوند یو نوې پړاو ته شامل شوي یاست.

د تیر قیمتي مهال  د ښوونځې زده کړه مو  د دې باعث وګرځيده، چې تاسو پوهنتون ته بريالي شئ؛ او اوس د پوهنتون په مهال  زده کړه کې به له تاسو نه په خپل مسلک کې د  هیواد او نړۍ په کچه ماهرين جوړيږي.

نو پيغام مې دا دی، چې په خپلو درسونو کې ډیر کوښښ وکړي، ځکه راتلونکی د هغه چا دی چې نن ورته چمتوالی ونیسي؛ خو داسې ونشي، چې د دې دنیا د نیمګړي ژوند پر مهال د اخرت تل پاتې ژوند نه غافله شئ او بل داچې د خپلو زده کړو څخه په استفاده د خپلې ټولنې،هیواد او په ټوله کې د ټول بشریت خدمت له پامه ونه باسئ،نړۍ تاسو ته سترګې په لاره او تاسو يې رښتونې خدمت ته راوړاندې شئ،چې زموږ هیلې او ارمانونه پوره شي او ستاسو مادي او معنوي ښکلا رنګ راوړي.

د یو هوسا او پرمختللې افغانستان په هیله

د محصلانو چارو مرستیال

پوهنيار احمد جاوید شکیب