د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال

پوهندوي عبدالخلیل افغاني

ګرځنده تلیفون شمیره : ۰۷۰۷۸۱۹۰۰۰

بريښنالیک : aakhalil2007@gmail.co  ، vicechancellor@szu.edu.af

علمي مرستیال چې د پوهنتون په کچه د پیش بیني شویو اهدافو د لاسته راوړو په خاطر خپل پلانونه تنظیموي، د خپل مدیریت تر ساحې لاندې پرسونل رهبري کوي، د تدریسي چارو د لا معیاري کیدو لپاره تعلیمي ، اموزشي او څیړنیزې پالیسۍ طرح کوي، په اکاډمیکو چارو کې د خپلو ټاکل شویو اهدافو د لاسته راوړو پخاطر د قوانینو، لایحو او مقررو له تطبیق څخه څارنه کوي، له داخلي او خارجي موسسو سره د اکاډمیکو پروتوکولونو داجرا په موخه کړنې ترسره کوي، دعلمي کنفرانسونو او د استادانود ارتقاء او ترفیعاتو له امورو څخه نظارت او کنترول ترسره کوي، یو له هغوبستونو څخه دی چې په خوزنده فعالیت سره یې د پوهنتون معیاري کیدو ته لا ډیرې زمینې مساعدوي او اداره اکاډمیک اعتبار لاس ته راوړي.

څرنګه چې شیخ زاید پوهنتون د څلورو نورو پوهنتونونو په شمول د تضمین کیفیت په پروسه کې د غوره مرکز ایوارډ ترلاسه کړیدی او په دغه پروسه کې نوي پړاو Full Accreditation  ته کاندید دی. مونږ امید لرو چې د قدرمنو استادانو او زیار ایستونکو اداري کارمندانو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په نتیجه کې به په دغه نوي پړاو کې هم ورته ایوارډ ترلاسه او شیخ زاید پوهنتون ته مزید اکاډمیک اعتبار ور وبښو. زمونږ هڅه او زیار به داوي ترڅو خوږو محصلینو ته د زده کړې یو سالم داسې چاپیریال اماده کړو، چې د نویو اکاډمیکو غوښتنو ته ځواب ویوونکی وي او بالاخره ټولنې ته د چوپړ په موخه داسې کادرونه تقدیم کړو چې د مسلکي وړتیا ترڅنګ په اسلامي او ملي روحیه هم سمبال وي، ترڅو ددغې ځوریدلې او کړیدلې ټولنې د رهنمایی مسولیت درک او په پوره صداقت او ایماندارۍ خدمات ترسره کړي.