دشیخ زاید پوهنتون د دفترامریت:

 د شیخ زاید پوهنتون ددفترامریت په ۱۳۹۰کال کې په تشکیل کې شامل شو چی په همدې کال کی دلوړو زده کړو محترم وزارت له لورې دازاد رقابت دپاره اعلان شو چی په نتیجه کې په ۱۳۹۰ کال دقوس میاشتي په ۸ نیټه نوموړی امریت ته  سینلي خان یعقوبزی کامیاب او دامر په توګه و ټاکل شو . چی تردی دمه می ټولی چاری په پوره وړتیا او صداقت سره سرته رسولی دی. دفترامریت دشیخ زاید پوهنتون دامریتونو له جملی څخه یو مهم امریت دی ،چی دریاست مقام ټولی اداری ،اوتخنیکی چارې ترتیب او تنظموی ،اود محصیلنو اونورومراجعینو ټول اسناد کنترول اودلومړنیو احکامو وروسته یی دبعدی اجراتو په موخه ریاست مقام ته وړاندې کوي ،دفترامریت دټولو قوانینو اولاوایحو مطابق په پشپړ ډول ستاسو ټولو اسنادو او وړاندیزونو ته ژمن دی ،اوهڅه کوي چی، په خپل وخت دمراجیعینو اسنادو او ستونزو ته رسیدګی وکړي. او دلایحی او ورځنی پلان مطابق په لاندی مواردوکی ستاسو ستونزواومشکلاتو ته دحل په موخه رسیدګی وکړي.

مراجعین:

لومړی: ټول اسناد مو د اجراتو په خاطر لومړې دفترامریت ته وسپارئ او د احکامو  وروسته یی له نوموړی امریت څخه ترلاسه کړئ.

دوهم: د ریاست مقام سره د ملاقات اونورو اړینو مشورو دپاره لومړی د دفترامریت سره په تماس کی شئ، ترڅو وخت مو ضایع نه شی او په خپل وخت مو اجراات ترسره شي.

دریم: دفترامریت دمحصیلنو اونورو مراجیعینو د خدمت په موخه ستاسو په چوپړ کی دي.

---------->

د دفتر امر لنډه پیژندنه:

  

سینلی خان یعقوبزی دنده: ښاغلی سینلی خان یعقوبزی دحاجی محمدیعقوب خان زوی په ۱۳۵۷ کال دخوست ولایت په یوه متدینه او روشنفکره کورنې کی دنیا ته سترګې غړولي دي،ابتدایي اوثانوي تعلیمات  یی د هجرت په دوران کې دپاکستان دمهاجرینو په کمپ کورمه ایجنسی کي سرته رسولې دي، دهجرت وروسته دخوست ولایت دیعقوبیو عالي لیسې څخه ۱۳۷۲ کال کې فارغ شوې دي  ، چې په ۱۳۸۲ کال کی دشیخ زاید پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علوموپوهنځي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ کال کی دحقوقو اوسیاسی علومو څخه په اعلی درجه فارغ شوې دي  ، نوموړۍ  چې دښه دید او وړتیا څخه برخمند وو ،دفراغت سره سم  یی د UNHCER په موسسه کی دسوپروایزر په صفت په دنده پیل وکړ،چې یو کال یی په پوره  صداقت  او وړتیا سره خپلې وظیفی ته دوام ورکړ دیو کال د پورا کیدو وروسته په ۱۳۸۷ کال په خوست ولایت کي دلوړوزده کړو په یوه خصوصی میوند موسسه کی دمالی ا واداری معاون په خیث په دنده پیل وکړ، چی  یاد مسولیت تقریباً دری کاله  دوام  وکړ، دې دندی په جریان کی  دهمدې موسسې څخه دښوکړنواوبریالي مدیریت په اساس  ستایل شوې دي  ، له دې بریالي مدیریت وروسته په ۱۳۹۰ کال کی شیخ زایدپوهنتون ته دازاد رقابت له لارې  دریاست مقام  دفترامریت ته کامیاب او دې دفتردامر په صفت یی په دنده پیل وکړ،چی نوموړې تردې دمه  په بشپړ ډول په خپل ورسپارل شوي  مسولیت  کې کامیاب او په خپلو چارو کې بریالۍ  دي   چې دخپلې دندې په جریان کې یې په محتلفو ورکشاپونو اوترینینګونوکی برخه اخیسته ده.

اړیکي:

ګرځنده شمیره: 0093767585456

بریښنالک:ali.yaqubzai@yahoo.com