د انجينري پوهنخی ماموريت او ليد لوری

ماموريت (Mission)    

ټولو وړ کسانو ته چې په  علمي او اکاډ میکو شرایطو برابر وي د لوړو زده کړو د انډولیز لاس رسی  د لارې هوارول، د لوړو زده کړو بنسټو ته وده او پرمختګ ورکول، چې د ښه او غوره تدریسي کریلولم او مفرداتو درلودل او د ښه تدريسي او څیړنیزو خدماتو جوگه وی. ټولنی ته د داسې فارغانو وړاندې کول چې په علمي- مسلکې او د ودانیزو چارو په طرحه او ډيزاین کې ښه وړتیا ولري او د نقشو د ډيزاین په وده، ټولنيز  پر مختگ، ملي وحدت او د افغانستان د سرپنايي ستونزو  د کچي په راکمولو کې ونډه واخلي.

لرليد ( Vision)

انجينري پوهنځی  د یو داسې لوړ او با کیفیته سیستم څخه بايد برخه منه وي چې د افغانستان د ودانیزو چارو او نقشو پرمختگ او ټولگټو ضامن ،  ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي مسلکې پوهه ګڼه سمبال انجینران ټولني ته وړاندې کړي او په نړیواله او د سیمې په کچه لوړ اعتبار ولري.

سیول څانګې ماموريت او ليد لوری

ماموريت (Mission)

دانجنیري سیول څانګه د داسې علمي چاپیريال په هڅه کې ده چې دخپلو فارغو محصلانو کې د سیول   انجنيري اړونده بنسټيزه پوهه، دليل ويل، مناقشه او د سیول انجنيري د پيچيده مسائيلو د حل کولو وړتيا  رامنځ ته کوي.

لرليد (Vision )

سیول څانګه دافغانستان په کچه په علمي ډګر کې د يوې غښتلې اکادميکې ادارې رامنځ ته کول دي، چې لوړ باکفیته تدریس ،ودانیزوچاروډیزاین،لابراتوار،څیړنه، ټولنیز پرمختګ او خپلې ټولنې ته دهوساینې دخدماتو وړاندې کولو له کبله دهیواد په کچه مخکښ رول ولري.

مهندسی څانګې ماموريت او ليد لوری

مدیریت

  مهندسی دیپارتمنت به  بازار محوره پروګرام د نوښت لرونکي تدریس له لارې تولنې ته وړاندې کړي؛ نویو تدریسي میتودونو او څېړنې ته به په هغې کې ځای ورکړي ترڅو په مثبته توګه د هېواد والو په ژوند اغیزه وکړي او د افغانستان اقتصاداو بیا جوړونه ور سره وده وکړي. د مهندسی دیپارتمنت تحصیلی پروګرام به داسې فارغ التحصیلان ټولنې ته وړاندې کړي چې بشري ځواک ته د داخلیدو لپاره به چمتو وي او په داخلي او سیمه ایزه کچه به سیالي کولای شي.

لرلید

د مهندسی څانګی فارغ التحصیلان به د خصوصي او دولتي ادارو سره دمختلف ډوله ساختماني پروژو په پلان کولو  او مهندسی دیزاین  ، سروی، ، ښاری انکشاف ، د کمپیوتری نقشو په ډیزاین  کی به ټولنی ته خدمتونه وړاندی کړي او له دې لارې به په ټولنه او منطقه  کې یو مثبت بدلون رامنځته کوي. دغه تحصیلي پروګرام به محصلین وهڅوي ترڅو یو شمیر د انتقال وړ مهارتونه ( اړیکې، ډلییز کار، مدیریت) را منځته کړي او د لیسانس تر کچې پورې به د مهمو ساختماني  پروژو دهر اړخیزي څېړنی په  برخه کی رغنده رول ولوبوي.  

موخې

  • محصلین په داسې مهارتونو سمبالول کړي ترڅو د مهندسی یا د ښاری انکشاف د سکتور په برخه کې د  دساختماني پروژو مهندسی دیزاین د تولو منطقوی عوښتنو سره سم ترسره کړی او ښاری انکشاف ته د عوښتنو مطابق پراختیا ورکړی، د منطقی په اقتصادی ، سیاسی او اجتماعی انکشاف په برخه کی د سلاکارانو په توګه خپلې دندې پر مخ بوځي.

  • محصلینو ته د اړیکو ټینګولو او تصمیم نیولو د مهارتونو په اړه روزنه ورکول ترڅو په ساختماني برخه کې دندې په بریالیتوب سره تر سره کړي.

تحنیکي علومو څانګې ماموريت او ليد لوری

(Vision) لر لید

د شیخ زایدپوهنتون انجینري پوهنځی د تخنیکی علومو دیپارټمنټ د یوه باکیفیته سیستم له لارې د انجنیري ساختماني پروژو او په ټوله کې د افغانستان د ودانیزو چارو په ټولګټو کې به  د سېول انجنیري سره د همکارې برخې په توګه اساسي رول ولري.. ټولو ارزښتنو ته په درناوي په پرمختللي اکاډمیکه پوهه سمبال او د هیواد د بچیانو د روزلو لوړ ظرفیت ولري. په لوړه سطحه  ټولنې ته د انجنیرانو په وړاندې کولو سره  دهیواد پرمختک په برخه کې رغنده ونډه واخلي.

(Mission)  رسالت

دانجنیري  تخنیکي علومو څانګه د داسې علمي چاپیريال په هڅه کې ده چې د سیول او مهندسی فارغو محصلانو کې د سیول انجنيري او مهندسی انجنیری  اړونده بنسټيزه پوهه، د ودانیو مقاومت ،  مناقشه او د سیول انجنيري د  پيچيده مسائيلو د حل کولو وړتيا رامنځ ته کوي.