چاپیریال ککړتیا د نن عصر نړیواله ستونز ده:

19 جون, 2019

چاپیریال ککړتیا د نن عصر نړیواله ستونز ده:
دا خبره د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي په هغه غونډه کې وکړه، چې د شیخ زاید پوهنتون د ادارې لخوا د چاپیریال ککړتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوي وه.
یاده ناسته د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي په ۲۸ نیټه د شیخ زاید پوهنتون خان عبدالصمدخان اڅکزي دغونډو په تالار کې دایره شوي وه، چې دشیخ زاید پوهنتون ریئس، دچاپیریال ساتنې ریئسه نادره هیله، دشیخ زاید پوهنتون مرستیلانو د پوهنځیو رئیسانو ، استادانو او په ټوله کې د شیخ زاید پوهنتون د محصلینو ګډون کړي و.
په سر کې د شیخ زاید بوهنتون ریئس پوهنمل حسین ګل اریوبي دغوڼدې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د چاپیرتیا ککړتیا په اړوند زیاته کړه،چې په هوا کې داکسیجن اندازه ۲۱سالنه ده، که یاده اندازه کمه شي فاجعه رامنځته کوي، د هوا د ککړتیا لامل د هر څه سوځول، دوړې او ګردونه، د موټرو دود، د ځینو فابریکو دودونه چې له پلاسټیکه نیولي، تر سکرو او ربړونو هرڅه سوځوي، چې همدا ککړچاپیریال له همدې سرچینه اخلي،د هوا کیفیت او ککړتیا یوه پیچلي او څو سکتوري ستونزه ده او یوازې په غور او اختیاط سره د جوړو شویو کړنلارو په مټ سمیدلای شي هوا د ژوند اړین توکي دي اود هغې اړتیا داوبو او غذا څخه زیات ده .
دطبعي چاپیریال ساتنې او دچاپیریال اخلاقوته د ټولنې دهر وګړې د درناوي کچه په هماغه ټولنه کې، د فرهنګي پرمختیا دکچې له معیارونو څخه شمیرل کیږي.
ورپسې د خوست ولایت د چاپیریال ساتني رئیسه نادره هیله خبرې وکړي او په خپلو خبرو کې یې د شیخ زاید پوهنتون رهبري څخه مننه وکړه، چې د چاپیریال ساتني په اړوند یې یو علمي سمینار جوړکړی،پوهنتونونه د ښایسته او پاک چاپيریال ساتلو په اړوند له نورو ادارو عامه ذهنیت، په درست ډول جوړولې شي.
د ناستې دوهمه برخه رسمآ دشیخ زاید پوهنتون علمي مقالو ارائیه کولو ته ځآنګړي شوي وه، چې د طب پوهنځی استاد پوهنوال جهان شاه ټني ( د چاپیریال ساتنه دروغتیا سره څه ډول اړیکې لري؟ ) مقاله ، دکرنې پوهنځی استاد پوهنمل شفیع ګل شفیقي د ( هوا او دهواککړتیا ) ترسرلیک لاندې مقاله ، دکرنې پوهنخی یو بل تن استاد پوهنمل محمد اسماعیل مقبل ( په چاپیریال باندې دفاضله موادو اغیزې او دهغوي اداره ) او د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله «فیض») د تصدي ککړتیا ( داقتصادي کارخانو څخه رامنځته
کیدونکی ککړتیاوي) ترسلیکونو لاندې مقالې ارائیه کړی شوې.