په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او مل پلاوي د شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړه !

15 دسمبر, 2018
Azmoon @ szu

په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او مل پلاوي د شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړه !

۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشتي ۲۱ نیټه, په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ډاکتر پوهاند لعل پاچا ازمون او مل پلاوي د شیخ زاید پوهنتون د کتابخانې او بیلابیلو ودانيو د لیدنې وروسته د شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې د استادانو سره وکتل .

یاده راټولیدنه د شیخ زاید پوهنتون دغونډو په تالار کې د کلام پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره رسمآ پیل شوه.

په پيل کې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب میلمانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د پوهنتون د پرمختګ، ستونزو او غوښتنو په اړوند لنډ پرزينتیشن وړاندې کړ .

ښاغلي پوهنمل شکیب د متحده عربي امارتو په مرسته تعمیراتي کارونو په اړوند راغلي وفد ته معلومات ورکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د کندهار د دردونکې پيښې له کبله، چې د سفیر په شمول د عربي اماراتو پنځه تنه ډیپلوماتان په شهادت ورسیدل،  چې له امله یې د شیخ زاید پوهنتون سره د مرستو پروګرام ټکنی شو،  د شیخ زاید پوهنتون د سرپرست رئیس او علمي مرستیال پوهندوي عبدالخلیل افغاني د نه ستړي کیدونو هلو ځلو او کوښښونو په پایله کې دا پروسه بیرته فعاله او عربي امارتو اعتماد يوځل بیا ترلاسه شو، چې عربي امارتو خوست ولایت ته د خپل یو تن اردني انجینر په رالیږلو بیرته د هلکانو د لیلې لپاره د څلور پوړیزې ودانې د جوړیدو کارونه پيل کړل.

ورپسې د شیخ زاید پوهنتون د استادانو په نماینده ګې د شیخ زاید پوهنتون د استادانو د اتحاديې رئیس پوهنیارمهاجر سیال وینا وکړه.

نوموړي د شیخ زاید پوهنتون موجوده حالات او د استادانو پيشنهادات او ستونزي په ګوته کړې، نوموړي په خپلو خبرو کې په ځینو وکیلانو انتقاد وکړ او زیاته یې کړه، چې د پارلمان وکیلان د لوړو زده کړو وزارت د قانون خلاف د پوهنتون په اکاډمیکو چارو کې مداخلې کوي، همدارنګه د یو کال څخه زیاتې مودې راهیسې د شیخ زاید پوهنتون د ریاست مقام د سرپرستۍ په محدوده کې ښکیل دي، چې دې حالت ته باید د پای ټکی کیښودل شي.

په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهاند ازمون یادې ستونزي یاداشت او د غونډی کډونوالو ته یې اطمنان ورکړ چې په هیڅ صورت به چاته اجازه ورنکړي، چې په علمي او اکاډمیکو چارو کې مداخله وکړي، دلته به هغه څوک راځي چې د پوهنتون اکاډومیک اخلاق ولري، ولس مشر په علمي برخه کې د هیڅ زرواکې او وکیل مداخله نه مني.

د غونډې په پای کې د شیخ زاید پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو محصلانو خپلې ستونزې او مشکلات له یاد پلاوي سره شریک کړل.

غوڼده د سمسور او آباد افغانستان، په دوعا ویلو پای ته ورسیده!