په شیخ زاید پوهنتون کې ۱۲ ورځني (OBE/SCL) د محصل محوري سیستم ورکشاپ پای ته ورسید

15 کب, 1396

په شیخ زاید پوهنتون کې ۱۲ ورځني د ( OBE/SCL) محصل محوري سیستم ورکشاپ پای ته ورسید.

د محصل محوري (obe/scl) سیستم د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده ، د پوهنتون رهبري د ذکر شوی سیستم د ښه سمون په موخه پلي کیدو ته ژمنتیا ښودلې او عملآ یې محصلین ترې ګټه اخلې .
د شیخ زاید پوهنتون درې تنه استادان هر یو د محصلانو چارو معاون پوهنیار احمد جاوید شکیب ، پوهنمل رحمت الله هاشمي او پوهنیار محمد انور، چې پخوا دمالیزیا هیواد ته د محصل محوري سیستم د زده کړو د حصول په موخه لیږل شوي وو، د سلواغې میاشتې (۹) نیټې څخه دیادی میاشتې تر ۲۱ نیټې پورې په ذکر شوي برخه کې د شیخ زاید پودهنتون ۳۶ تنه استادانو ته ورکشاپ ورکړی دی. 
یاد محصل محوري سیستم د زده کړي په موخه دوهم ځل ۱۳۹۶ کال د حوت میاشتي د ۳ نیټه پیل او ۱۵ نیټه پای ته ورسید و، د شیخ زاید پوهنتون د ۳۲ استادانو ترڅنګ د ډیپارتمنټونو امرینو په پکې ګدون کړي و.
یاد ورکشاپ کې د ذکر شویو استادانو لخوا (Outcome Based Education Assessment, An Overview, Effective implementation , Effective implementation Centre learning part 1 and part 2) تدریس کړای شول.
پاتې دی نه وي، چې شیخ زاید پوهنتون رهبري د محصل محوري سیستم د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژي د تطبق په موخه خپلې هڅي او هلې ځلې نه سپاموي، ترڅو مو محصلین په نړیوال معیار زده کړی ترلاسه کړی وي. هیله ده چې د شیخ زاید پوهنتون محصلین او استادان د یاد شوي سیستم په پلې کیدو کې همداسې اخلاصمند واوسي .