په تحقیقاتي فارم کې د چرګوړو روزنېزه پروژه پیل شوه

03 زمری, 1396

 

                                                                                                                     په تحقیقاتي فارم کې د چرګوړو روزنېزه پروژه پیل شوه

د شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځی په چوکاټ کې یوه څیړنیزه پروژه افتتاح شوه.
د شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځی په اړوند تحقیقاتي فارم کې د یادې پوهنځی د یو شمیر استادانو لخوا د بانک جهاني د HEDP پروګرام په مالي مرسته د یوې ګروپي تحقیقاتي پروژې کار د یاد پوهنتون د علمي مرستیال پوهندوي عبدالخلیل افغاني لخوا د پټۍ په پریکولو سره رسماً پیل شو.
د یادې تحقیقاتي پروژې د افتتاح په مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځی استادانو ، د تضمین کیفیت امریت کارمندانو او د تحقیقاتي فارم مسولینو برخه لرله. ګډونوالوته د کرنې پوهنځی د حیواني علومو استاد پوهنمل اجمل ولي او د همدې ګروپي تحقیقاتي پروژې مسؤل د پروژې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ذکر شوې تحقیقاتي پروژه چې د ( 7192) امریکایی ډالرو په لګښت ترسره کیږي، چارې به یې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړشي.
ددغې څیړنیزې علمي او تحقیقاتي پروژې هدف دادي چې د غوښینو چرګانو په نمو او وده باندې د پروتیني، انرژي لرونکو او اضافه کوونکوموادو نسبي تاثیرات و څیړل شي ، په نتیجه کې به یې د غوښینو چرګانو د فارمونو لپاره یوه بلانس شوې خوراکه تثبیت او متعارف کړل شي.