شیخ زاید پوهنتون کې د ( OBE/SCL) د پایلو پربنست زده کړی او محصل محوري تدریسي میتود ۱۲ ورځنۍ ورکشاپ پیل شو

02 مارچ, 2019
SZU OBE SCL

 

 شیخ زاید پوهنتون کې د ( OBE/SCL) د پایلو پربنست زده کړی او محصل محوري تدریسي میتود ۱۲ ورځنۍ ورکشاپ پیل شو:
پایلو پر بنست زده کری او محصل محوري تدریسي میتود (obe/scl) سیستم د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده ، د پوهنتون رهبري د ذکر شوی سیستم د ښه سمون په موخه پلي کیدو ته ژمنتیا ښودلې او عملآ یې محصلین ترې ګټه اخلې .
د شیخ زاید پوهنتون درې تنه استادان هر یو د محصلانو چارو معاون پوهنیار احمد جاوید شکیب ، پوهنمل رحمت الله هاشمي او پوهنیار محمد انور، چې پخوا دمالیزیا هیواد ته د محصل محوري سیستم د زده کړو د حصول په موخه لیږل شوي وو، د ۱۳۹۵ ، ۱۳۹۶ او په ۱۳۹۷ کال کې یې د شیخ زاید پوهنتون استادانو ته په یاده برخه کې ورکشاپونه دایر کړی او لا جریان لري .
یاد سیستم د زده کړي په موخه بیا ځلې ۱۲ ورځنی ورکشاپ په ۱۳۹۷ کال د حوت میاشتي په ۲نیټه پیل او ۱۲ ورځي به داوم کوي ، چې د شیخ زاید پوهنتون ۶۰ تنه استادانو ترڅنګ د ډیپارتمنټونو امرینو پکې ګدون کړی دي .
پاتې دی نه وي ، چې شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهندوي عبدالخلیل افغاني د یاد ورکشاپ اهمیت ترڅنګ په خپلو خبروکې زیاته کړه چې ( شیخ زاید پوهنتون رهبري د محصل محوري سیستم د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژي د تطبق په موخه خپلې هڅي او هلې ځلې نه سپاموي، ترڅو مو محصلین په نړیوال معیار زده کړی ترلاسه کړی وي. ) هیله ده چې د شیخ زاید پوهنتون محصلین او استادان د یاد شوي سیستم په پلې کیدو کې همداسې اخلاصمند ووسي