شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۳۹۸تحصیلي کال لومړي سمستر ازموینې پیل شوې

06 جولای, 2019
شیخ زاید پوهنتون ۹۸ کال پسرلنۍ ازموینې

 شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۳۹۸تحصیلي کال لومړي سمستر ازموینې به د تضمین کیفیت پر معیارونو سمي اخیستل کیږي:

یادې ازموینې د لوړو زده کړو وزارت دلوایحو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د شیخ زاید پوهنتون د ورځې اوشپې پوهنځیو لپاره نن(۱۳۹۸کال / د غبرګولي په ۱۵)  نیټه رسمآ پیل شوې.
د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسين ګل اریوبي ترڅنګ د یاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد جاوید شکیب، مالي اداري چارو مرستیال فیض الله «فیض» او د امتحاناتو عمومي کمیټو د ازموینې د عمومي بهیر څخه لیدنه وکړه.
پوهنمل حسین ګل اریوبي او مل پلاوی د خپلې لیدنې په ترڅ کې ډاډ څرګنډ کړ، چې یادې ازموینې به د خپلو اړونده ټولو قوانینو او لوایحو په مراعت کولو سره په بشپړ شفافیت واخیستل شي
شیخ زاید پوهنتون اوس د پام وړ کمیت ترڅنګ د کیفیت د لوړولو له پاره په خپله هره برخه کې مسلسل کار کوي او په دې اړه يې له ټولو محترمو استادانو څخه و غوښتل، چې په دې برخه کې د پوهنتون د ادارې سره خپلې مرستې او همکاری لا زیات کړي.
دا چې محصلین مو دهیواد د بشري ځواک لوړه انرژي او د ملا د تېر حیثیت لري او پوهنتونونه مو بیا د همدې ځواک تولیدي کارځایونه بللی شو، نو اړینه ده چې د مسلکي زده کړو دا مراکز له هرلحاظه پیاوړي او په تول پوره کړای شي.