شیخ زاید پوهنتون کې د محصلینو نړیواله ورځ ولمنځل شوه !

19 نوومبر, 2018
SZU Universal students' day

 شیخ زاید پوهنتون کې د محصلینو نړیواله ورځ ولمنځل شوه!

نن ورځ د ۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې ۲۷ نیټه د شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې دمحصلینو نړیواله ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمنځل شوه.

غونډه د کلام پاک په څو مبارکو ایاتونو تلاوت او د ملی سرود په غږولو سره رسمآ پیل شوه .
په سرکې د شیخ زاید پوهنتون سر پرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني میلمانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبره کې زیاته کړه چې : ( دهر څه له وړاندې د محصلانو چارو له معاونیت څخه د زړه له تله مننه کوم، چې د محصلینو دنړیوالې ورځې په مناسبت یې دغه مراسم نیولی دي.) 
د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس افغاني د محصل نړیوالې ورځی تاریخچې ته لنډې کتنې ترڅنګ له هغه استادانو او محصلینو مننه وکړه، چې خپلې علمي هڅي یې جاري ساتلې او دنن ورځی دپاره یې علمي مقالی تیاری کړی او په خپلو پوهنځیو کې ارایه کړی دي، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد جاوید شکیب خبرې وکړی نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې ( دهغه استادانو او دپوهنځیو ریسانو څخه مننه کوم چې د نن ورځ د پاره یې ممتاز او غوره محصلین رامعرفي کړی او ددوې مقالی یې په پوهنځیو کې ارایه کړي دي.) 
د غونډې دوهم برخه ایډکیس ( edx) پروګرام ته ځانګړی شوی وه چې داقتصاد پوهنځی استاد رحمن الله رسا یې په اړوند موضوع چې ( پښتونوالې او دهغې اساسات ) وو پریزنټیشن وړاندې کړ.

غونډه ممتاز محصلینو ته دستاینلیکونو ترڅنګ د کرنی پوهنځی تدریسې مدیر الیاس حیکم چې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو په سطحه یې دفارغت جدولونو لومړی مقام خپل کړی و او د کرنی پوهنځی استاد پوهنیار شفع ګل ته د امتخاناتو په کمیټو کې د ښه کر دار او کار ترسره کیدو له امله د ستاینلیکونو په ډالۍ کولو په پای ته ورسیده.