شیخ زاید پوهنتون کې د سولې مرکز پرانیسته وشوه

20 غویی, 1397

شیخ زاید پوهنتون کې د سولې مرکز پرانیسته وشوه!

په ۲۰/ ۲/ ۱۳۹۷ نیټه شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالار کې د سولې مرکز پرانیستې په موخه د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني ترڅنګ د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرسیتال، محصلانو چارو مرستیال ، د پوهنځیو ریسان، خصوصي پوهنتونونو نمایندګان، معارف، اطلاعاتو کلتور او د کابل څخه راغلې فیس ایجو کیشن منیجر او ایډوایزر په ګڼ شمیر محصلینو ګډون کړی وو.

یادې غونډی ته په سرکې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس افغاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سولې په اهمیت او اړتیا په تفصیل سره خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې ( پوهیږو سوله دیوې ټولنې اساسي اړتیا او انساني غوښتنه ده، چې په شتون سره یې دنیاوي او اخروي ټول امور په ښه شان ترسره کیدلای شي .

د داسې یوه هیواد وګړي، چې د څولسیزو جنګونو او بدبختیو یې ژوند تریخ کړی وي، د سولې په اهمیت او لذت ترهر چا ښه پوهیدلای شي .

دا چې هرورځ مو میندې بورې کیږي، خویندې مو بې وروره کیږي، بچیان مو یتیمان کیږي او کورنۍ مو بې سرپرسته کیږي، داټول د سولې د نه شتون له امله رامنځ ته کیږي.

سرپرست ریس پوهندوي افغاني په خپلو خبرو کې پدې تینګار وکړ، چې د دغه طلایي چانس څخه دیوې پروژې په ډول نه بلکه دیوه حقیقي فرصت په توګه دحقیقي سولې دپاره کار وکړو ترڅو د هرې ورځ جنازو او فاتحو ګراف مو راټیټ کړی وي، دامن او سولې له حقیقي نعمت څخه برحمن وو.

ورپسې د فیس ایجو کیشن منیجراحمد جاوید سمسور د یاد مرکز په اړوند معلومات، تګ لاره او اړوند پلانونه په تفصیل سره تشریح کړل او د سولې مرکز اساسي کړني یې داسې په ګوټه کړي .

د سولې د مضمون د کریکولم جوړول، استادانو او محصلینو ته د سولې او شخړو د هواری ورکشاپونو دایرول، محصلینو ته د تحقیق په اړه ټریننګونه برابرول، د استادانو د علمی ژورنال خپرول، د محصلینو د ژورنال خپرول، د سولې مرکز لپاره ویب سايټ جوړول، د سولې په اړه کنفرانسونه او سمینارونه دایرول، د استادانو او محصلینو لپاره د علمی سفرونه برابرول، د کمیټو جوړول، د سولې د هماهنګي کمیټه PCC، د ځوانانو کلب Youth Club، د همغږۍ کمیټه جوړول .

غونډه د یوه اباد، سوکاله او سمسور افغانستان ددعا په ویلو پای ته ورسید!