شیخ زاید پوهنتون کې د اماني څیړنیز مرکز پرانسته ترڅنګ دغازي امان الله خان د ژوندانه او دخپلواکۍ دبیرته اخیستلو دسلمې کالیز په ویاړ علمي سیمنار دایرشو

20 اګست, 2019
شیخ زاید پوهنتون اماني تحقیقاتي مرکز

 شیخ زاید پوهنتون کې د اماني څیړنیز مرکز پرانسته ترڅنګ دغازي امان الله خان د ژوندانه او دخپلواکۍ دبیرته اخیستلو دسلمې کالیز په ویاړ علمي سیمنار دایرشو:

یاد مراسم د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالار کې نن ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتي په ۲۷ نیټه د اماني څیړنیز مرکز د پرانستې ترڅنګ د غازي امان الله خان د ژوندانه او د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو دسلمې کالیز په ویاړ علمي سیمنار دایرشو.
غونډې ته د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي پرانستې وینا وکړه ، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ، ډیر د خوښۍ ځاي دی، چې شیخ زاید پوهنتون نن ورځ داسې یو علمي او څیړنیز مرکز د پرانستې مراسم لري، چې زمونږ د ګران وطن ستر غازي امان خان د ژوندانه او د خپلواکۍ د اخیستلو په اړوند علمي او تخقیقي مقالې ارایه کیږي.
شیخ زاید پوهنتون رهبري هڅه کوي، چې یاد مرکز غني کړي او همدرانګه په نیږدي راتلوونکې کې نیت لري، چې د غلام خان بندر په اړوند تحقیقات پیل کړي او په اړوند یې علمي سیمنار دایر کړي.
ورپسې دخوست والي محمد حلیم فدایې د یادې موضوع په اړوند په تفصیل سره خبرې وکړي او دشیخ زاید پوهنتون له اداري سره یې بیا ځلې ژمنه وکړه، چې د شیخ زاید پوهنتون لومړیتوبونه یې ځانګړي کړي، په لومړیو کې به بریښنا چې پوهنتون ورته اشد ضرورت لري په دوهم قدم کې کادري روغتون فعالیدل او ورپسې په تضمین او کیفیت باندې کار کول دي.

غونډه د علمي مقالو په ارایه کولو پای ته ورسیده.