شیخ زاید پوهنتون کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې!

22 جنوري, 2019
szu three new project opening ceremony

 

شیخ زاید پوهنتون کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل ​شوې!
د مرکز کابل څخه د لوړو زده کړو محترم وزیر پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري او مل پلاوي ترڅنګ د خوست والي محمد حلیم فدایي د شیخ زاید پوهنتون څخه دلیدنې ترڅنګ درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
یادې موضوع په اړوند د شیخ زاید پوهنتون دغونډو په تالارکې د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي میلمانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه چې ( د شیخ زاید پوهنتون ټول لومړیني لومړیتوبونه محترم وزیر ​​صاحب ته کاتبآ لیکل شوي او سپارل شوي دي او ننۍ درې پروژې چې عبارت دي د مسلکي پرمختیایي مرکز ( PDC) چې د ۲۱۲۰۴۰۰ افغانیو په مالي لګښت، ICT سنتر پروژه چې د ۴۳۶۶۷۹۵۹ افغانیو په مالي لګښت او د داخلي ​تضمین کیفیت مرکز IQEU د ۴۷۳۱۳۳۵۹ افغانیو په مالي لګښت جوړې او نن ورځ د (۱۳۹۷/۱۱/۱) رسمآ د وزیرصاحب په لاسونو افتتاح شوې)
ورپسې د محصلانو چارو معاون محترم احمد جاوید شکیب د اړوند پروژو په ارتباط پریزنټیشن وړاندې کړ.
د غونډي په ورستي برخه کې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي پوهنمل دوکتور نجیب الله خواجه عمري د غونډې ګډونوالو ته د لوړو زده کړو وزارت ستراتیژیک پلان تشریح​

ترڅنګ په خپلو خبروکې زیاته کړه چې : ( ډیر د خواښۍ ځای دی چې د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه کوم شیخ زاید پوهنتون د هیواد په کچه یو برجسته پوهنتون دي. لاسته راوړنې یې د ستایلو وړ دي خو لا هم ډير کار ته اړتیا ده ترڅو شیخ زاید پوهنتون د پاره وشي.
د پوهنتون احاطې ستونزه ، د اداري کمپلیکس ستونزه او دپوهنتون داخلي سرکونو د خرابولي ستونزې او دکادري روغتون دنوي تعمیر  دنشتون ستونزه مو درک کړي دي په نیږدې وختونو کې به یې بودیجې په اړوند غور وشي .)  غونډه د پروژو د پټۍ په پریکولو پای ته ورسیده.