شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون کرونا ناروغۍ لرونکو ته په چوپړکې

26 مارچ, 2020

د شیخ زاید پوهنتون اداره په هرحالت کې د افغان ولس ترڅنګ پاتې شوې ده:
پوهنتونونه او علمي مرکزونه له همدې ولس څخه جوړشوي، د همدې ټولنې او وګړو په درد درمند او په خوشالې یې خوشاله شوي دي.
بد بختانه نن مو وطن او ټولنه په داسې یو ناورین اخته شوي ده ، چې که مخنیوی یې ونشي لوی ناورین به رامنځته کړي.
کرونا ویروس ... !
د ذکرشوي ویروس پرضد دادی نن عملآ د شیخ زاید پوهنتون ۵۰ بستریزکادري روغتون د خوست ولایت عامې روغتیا ریاست ته د خوست ولایت د « روغتیايې کلستر» پریکړې په اساس ، د انساني او بشري ناورین مخنیوي په موخه د یاد ریاست په واک ورکړل شو.
کرونا یوه وژونکې ناروغي ده ، چې په اړوند یې د شیخ زاید پوهنتون ادارې خپل مسؤلیت او عامه خبرونې کې د پوهنتون ویب سایټ او ټولنیزو شکبو ترڅنګ علمي سمینارونه هم دایر کړي دي.
پوهنتونونو او علمي مرکزونو د انساني اذهانو د روښانه ساتلو ترڅنګ تل د ستونزو په حل کې رغنده رول لوبولی او دا یې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ګڼلۍ دی.
هیله کیږي چې ددې ناروغۍ مخنیوي په موخه هغه مرستې او همکارۍ چې د داخلي او خارجي نهادونو، موسیساتو او بنسټونو لخوا کیږي ، د مسؤلو نهادونو لخوا د بې ځایه مصرف مخنيوي ترڅنګ په وخت او په ځای مصرف کړئ.

خو لاندې انځور کې څو مهم ټکي هم له پامه مه غورځوئ!