شیخ زاید پوهنتون نوي ریس رسماً دنده پیل کړه!

19 جنوري, 2019
CEREMONY OF SZU NEW CHANCELLOR

 

شیخ زاید پوهنتون نوي ریس رسماً دنده پیل کړه!


شیخ زاید پوهنتون لپاره نوی ریس د يوې غونډې په ترڅ کې د خوست والي محمد حلیم فدایي او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین محترم پوهاند بری صدیقي له خوا رسماً د دغه پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته ور وپيژندل شو.
په سرکې د شیخ زاید پوهنتون دمحصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد جاوید شکیب میلمانو ته دښه راغلاست ویلو ترڅنګ د شیخ زاید پوهنتون د پرمختګونو، لاسته راوړنو او ستونزو په تړاو برابر شوي پریزینټیشن وړاندې کړ.
ورپسې د شیخ زاید پوهنتون داستادانو په نماینده ګ‌ۍ پوهاند بادشاه زار ابدالي او پوهندوي زرولي صدیقي لخواد غونډه ګډونوالو ته د شیخ زاید پوهنتون پخواني ریس اوسنی د کلیو او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي او د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی عبدالخلیل افغاني له هڅو څخه چې د شیخ زاید پوهنتون د پرمختګ او معیاري کولو لپاره یې ترسره کړي وې یادونه وشوه او د یاد پوهنتون د کیفي او کمي ودې په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونو له تطبیق څخه ملاتړ وشو. 
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین پوهاند بری صدیقي د لوړو زده کړو وزارت په نماینده ګۍ د خوست شریفو او پرعلم مین ولس ته نیکې هیلی وړاندې کولو ترڅنګ نوي ریس په نوي دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه .
دخوست والي محمد حلیم فدایي نوي ریس ته دمبارکۍ ترڅنګ په خپلو خبروکې زیاته کړه، چې ( زما هیله داده چې شیخ زاید پوهنتون ستاسې په وجود کې نړیوال اعتبار ترلاسه کړي)
دشیخ زاید پوهنتون نوي ریس پوهنمل حسن ګل اریوبي په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت او افغانستان اسلامي جمهوریت له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پوهنتون د کیفیت لوړونې، محصلانو او استادانو ته د غوره تحصیلي اسانتیاوو برابرولو ، OBE/ ، محصل محوری سیستم ته وده ورکول او د پوهنتون د اکاډمیک باور ترلاسه کولو په برخه کې به نه ستړي کېدونکي هڅې ترسره کړي.