شیخ زاید پوهنتون رهبري د کمیت پرځای کیفیت ته اولیت ورکوي

14 مې, 2019
شیخ زاید پوهنتون رهبري د کمیت پرځای کیفیت ته اولیت ورکوي

شیخ زاید پوهنتون رهبري د کمیت پرځای کیفیت ته اولیت ورکوي:
دا خبره د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي په هغه ورکشاپ کې وکړه ، چې د شیخ زايد پوهنتون د علمي برنامو بیا کتنې په هلکه د عامه پوهاوي یوې ورځې جوړشوي ورکشاپ کې وکړي .
یاد ورکشاپ په۲۲/ ۲/ ۱۳۹۸ نیټه د علمي شورا د غونډو په تالار کې د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي ترڅنګ علمي چارو مرستیال پوهندوي عبدالخلیل افغاني ، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد جاوید شکیب د پوهنتون د کیفیت د تضمین عمومي کمیټو غړيو، د پکتیا پوهنتون نماینده پوهنیار محمد مقیم منګل د پکتیکا پوهنتون نماینده پوهنیار فرقان الله عابد دخوست ولایت د خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون درلودو.
یادو مراسمو ته د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي لخوا میلمانو ته او د ورکشاپ ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ( دکیفیت لوړاونه او اعتبار ورکونه د شیخ زاید پوهنتون رهبري په اولیتونو کې قرار لري ، د ټولو محترمو استادانو او اداري کارکوونکو څخه هیله کیږي ، چې په یاده پروسه کې فعاله او نه ستړي کیدونکي هلي ځلی وکړي. ترڅو د پوهنتون د کمیت پرځآی کیفیت ته اولیت ورکړل شوي وي ، شیخ زاید پوهنتون رهبري اولیتونه درک کړی ، چې یو له هغې جملې څخه یې د کیفیت لوړاونه او اعتبار ورکونې پروګرامونه دي ، چې عملا شیخ زاید پوهنتون رهبري لاس په کار شوي او ان شاءالله پدې برخه کې به نه ستړکیدونکې هڅې کوي)
ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال پوهندوي عبدالخلیل افغاني د یاد ورکشاپ د موخو او ګټورتوب په اړوند خبرې وکړي او د ورکشاپ ګډونولو څخه یې هیله وکړه ، چې د ياد ورکشاپ موخې او اهداف په خپلو پوهنتونونو او پوهنځيو کې عملي کړئ او لیکلی راپور یې شیخ زاید پوهنتون رهبري ته وسپاري .

د علمي برنامو ورکشاپ د پوهندوي ریدګل همدرد له لخوا د ځانګړي پریزنټیشن په وړاندې کولو سره رسمآ پیل شو ، چې د علمي برنامو ، د پالیسو د تطبق په کرنلاره او په پای کې ددې برنامو د راپور لیکنې په بهیر هر اړخیز معلومات وړاندې شول.