شیخ زاید پوهنتون رهبري د خصوصي پوهنتونونو ترمنځ دهماهنګي دایجاد هڅي کوي

17 جون, 2019
د خصوصي پوهنتونونو سره هماهنګی

شیخ زاید پوهنتون رهبري د خصوصي پوهنتونونو ترمنځ دهماهنګي دایجاد هڅي کوي:
۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي په ۲۷ نیټه د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي ترڅنګ دیاد پوهنتون مالي او اداري چارو محترم مرستیال فیض الله «فیض» او د خوست ولایت د حصوصي پوهنتونونو نماینده ګانو سره د پوهنتون ریاست مقام په دفتر کې، دخصوصي پوهنتونونو ترمنځ دهماهنګه علمي محیط ایجاد هڅې کولو په اړوند ناسته ترسره شوه .
یادې ناستې ته دشیخ زاید پوهنتن ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ( شیخ زاید پوهنتون رهبري هڅه کوي، چې خصوصي پوهنتونونو استادان، محصلین او نماینده ګان په علمي سمینارونو کې د ګدون په موخه دعوت کړي، چې یوه ښه بیلګه یې په ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي په ۲۸ نیټه د چاپیریال ساتنې او ککړتیا په موخه علمي سمینار کې د حصوصي پوهنتونونو استادان، محصلین او نماینده ګانو ګډون دي ).
د ګران وطن افغانستان ټولې ملي ورځي د بلګې په ډول د ( ازادۍ ورځ، چې سږ کال یې پوره سلمه کالیزه لمنځل کیږي) په شیخ زاید پوهنتون کې به د خصوصي پوهنتونونو محصلینو او استادانو سره په ګډه لمانځي ، کوشش دادي، چې په اینده کې د خصوصي پوهنتونونو او شیخ زاید پوهنتون ترمنځ د یو ګډ علمي او فرهنګي کمیسون په شتون سره به یاد ملي ورځ په یوځآی لمانځي، ترڅو شخصي پوهنتونونو محصلین هم پدې توانیدلې وي، چې خپلې علمي مقالې، اثار، تالیفات یې د شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې ارائیه کړي وي.