شیخ زاید پوهنتون د ۱۳۹۷تحصیلي کال د لومړي سمستر ازموینې پیل کړې

11 چنګاښ, 1397

شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۳۹۷تحصیلي کال د لومړي سمستر ازموینې پیل شوې:

یادې ازموینې د لوړو زده کړو وزارت دلوایحو او مقرارتو په پام کې نیولو سره د شیخ زاید پوهنتون د ورځي اوشپي پوهنځیو لپاره نن(۵/۴/۱۳۹۷) رسما پیل شوې.
د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني د ازموینې د عمومي بهیر څخه د خپلې لیدنې په ترڅ کې ډاډ څرګنډ کړ، چې یادې ازموینې به د خپلو اړونده ټولو قوانینو او لوایحو په مراعت کولو سره په بشپړ شفافیت واخېستل شي او زیاته يې کړه، چې د شیخ زاید پوهنتون اوس د پام وړ کمیت ترڅنګ د کیفیت د لوړولو له پاره په خپله هر عرصه کې مسلسل کار کوي او په دې اړه يې له ټولو محترمو استادانو څخه و غوښتل، چې د پوهنتون د اداري سره خپلې مرستې او همکارۍ دوچنده او لا څو چنده کړئ او په اړه يې خپله ځانکړې پاملرنه و لرئ او کوشش و کړئ، چې د ازموینو پایلې په مکمل شفافیت په خپل ټاکل شوې وخت کې د پوهنیځیو اړونده کمیټو ته و سپارئ، چې په اړه يې په پام کې نیول شوې اداري کارونه بشپړ او په خپل وخت محصلانو ته اعلان شي..)
دا چې محصلین مو دهیواد د بشري ځواک لوړه انرژي او د ملا تېر حیثیت لري، پوهنتونونه مو بیا د همدې ځواک تولیدي کارځآیونه بللی شو، نو اړینه ده چې د مسلکي زده کړو دا مراکز له هرلحاظه پیاوړې او په تول پوره کړو.