شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د پاره نوي سرپرست ریس معرفي کړو

03 فبروري, 2019
ډاکټر عبدالله قادري د طب پوهنځی سرپرست ریس

 

          شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د پاره نوي سرپرست ریس معرفي کړو:


د طب پوهنځي استاد پوهنیار عبدالله قادري د طب پوهنځي د سرپرست ریس په توګه د یادې پوهنځی استادانو ته د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي لخوا د سرپرست ریس په صفت معرفي کړای شو.
پوهنمل اریوبي یادې راټولیدنې ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ،نوي ځوان کادرونه د اداري د ښه سمون او پرمختګ کې د ښي انرژي په درلودلو سره مثبت بدلون راوستلې شي ، د محترم استاد پوهنیار قادري د طب پوهنځی د سرپرست ریس په راتګ کې زمونږ همدا هیلې پوره کیدلې شي. 
پوهنیار عبدالله قادري ژمنه وکړه ، چې په پوره صداقت سره به پوهنتون او په ځآنګړي توګه طب پوهنځی او کادري روغتون د پاره کار کوم.