شیخ زايد پوهنتون کې د سولې کرکټ ټورنمنټ پای ته ورسید!

25 غویی, 1397

شیخ زايد پوهنتون کې د سولې کرکټ ټورنمنټ پای ته ورسید!

 شیخ زاید پوهنتون د سولې کرکټ تورنمنټ فاینل لوبه نن د کمپیوټر ساینس او ټولنیزو علومو د پوهنځيو د کرکټ ټیمونو ترمنځ ترسره شوه.

 کمپيوټر ساینس پوهنځي لومړی لوبه وکړه او د ټولنیزو علومو پوهنځي ته يې ۱۲۰ منډي هدف وټاکه.

 ټولنیزو علومو پوهنځي د کرکټ ټیم په ۱۲ اورونو کې یوازې ۱۱۵ منډي جوړې کړي او ويي نه شو کولی، چې ټاکلی هدف تر لاسه کړي.

نو د کمپيوټر سائینس پوهنځي د کرکټ ټیم د ۱۳۹۷ کال د سولې کرکټ ټورنمنټ بریا خپله کړه.

د لوبې د ننداري لپاره د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمدجاوید شکیب، د کمپيوټر ساینس پوهنځي ریس پوهنیار میرویس تڼی، د ټولنیزو علومو پوهنځي ریس پوهندوي زرولي صدیقي سربیره د شیخ زاید پوهنتون یو شمیر استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمیر محصلانو ګډون کړی وو.

د لوبي په پای کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني د محصلانو چارو له معاونیت او د شیخ زاید پوهنتون د سولې د مرکز څخه مننه وکړه، چې د محصلانو د سالمي تفریح لپاره يې د سولې د کرکټ ټورنمنټ په لاره واچول.

نوموړي وويل، شیخ زاید پوهنتون اداره ژمنه ده تر څو د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت څخه د تضمین د ۱۱ معیار ۳ فقرې په اساس، محصلانو ته سالمه تفریح چمتو کړي؛ خو یادونه يې وکړه، چې محصلان باید د لوبې ترڅنګ خپل لمونځ په وخت ادا کړي او داسي ونه شي، چې د فرض لمانځه په وخت کې په لوبه بوخت او خدای ناخواسته لمونځ قضاء شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد ټورنمنټ د روان کال د ثور د میاشتي په ۱۱ نیټه د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت او شیخ زاید پوهنتون د سولې مرکز لخوا پيل، چې مالي مصارف يې د شیخ زاید پوهنتون د سولې د مرکز لخوا تمیول شول.