شيخ زاید پوهنتون کادري روغتون سره د متحده عربي اماراتو د طبي تجهیزاتو لړی شروع شوه

09 وری, 1397

شيخ زاید پوهنتون کادري روغتون سره د عربي اماراتو د طبی وسايلو مرستې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون تدریسی روغتون ته وسپارل شوې.

 

د حمل د میاشتي په ۷ نیټه د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون تجهیزات، چې د متحده عربي اماراتو لخوا د اوه میلیونه، نهه لکه اویا زره امریکايي ډالرو په ارزښت دی، لومړی جوفه( درې کانټینرونه ) يې د لوجینکس او السید افغان ترانسپورتي شرکتونو لخوا خوست ته رسیدلي د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کی دغه وسایل کادری روغتون ته وسپارل شول.

په دې مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون د سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني،  یاد پوهنتون د استادانو او اداري کارمندانو سربیره د خوست ولایت والي پوهندوی حکم خان حبیبي، د ولایتي شورا استازو او نورو میلمنو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون د سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني، او یاد پوهنتون د استادانو او اداري کارمندانو سربیره د خوست ولایت والي پوهندوی حکم خان حبیبي، د ولایتي شورا استازو او نورو میلمنو ګډون کړی وو.

د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني د متحده عرب امارتو هيواد د مرستي څخه مننه وکړه او هم يي د کندهار ولایت د تیر کال د خونړی پیښي چې، په پایله کې يې د معحده عرب  اماراتو سفیر، پنځه ډیپلوماتان او یو شمیر افغانان په شهادت رسیدلي یادونه وکړه. شهیدانو ته يې د الله سبحانه و تعالی څخه جنت د دخول دعا وکړه.

د خوست ولایت والي پوهندوی حکم خان حبیبي د متحده عرب اماراتو له هيواد څخه د منني ترڅنګ د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني څخه مننه وکړه چې، د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون تجهیزات د انتقال په پروسه کې يې نه ستړي کیدونکې هڅي او کوښښونه وکړل.

د یادونې وړ ده چې، خلیفه فاونډیشن له لاري د شیخ زاید پوهنتون د پخوانيو تعمیرونو د جوړښت ترڅنګ د ۷۱۲۷۸۸ امریکايی ډالرو په ارزښت دفتري وسايل لکه کمپيوټرونه، پروجیکتورونه، حفاظتي کمرې، کاپير ماشینونه، فرنیچر او داسې نور وسايلو مرسته هم ترسره کړیده.

همدارنګه د تدریسي روغتون د ترمیم په موخه يې د ۳۴۸۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پروژه پیل کړې چې، کار يې د السید افغان خصوصي شرکت لخوا روان دی.

خلیفه فاونډیشن تقریباً د ۹ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت يې د لیلي یوه څلور پوړیزه ودانۍ پيل کړې چې، د تهداب کارونه يې ترسره شوی او هیله ده چې ډیر ژر یې نورې چارې بیا پیل شي!