شيخ زاید پوهنتون اداري ته نوی مالي او اداري چارو مرستیال وروپیژندل شو

29 اپرېل, 2019
د پوهنتون ادارې ته نوي  اداري مرستیال ور وپیژندل شوی

شيخ زاید پوهنتون اداري ته نوی مالي او اداري چارو مرستیال ور وپېژندل شو:

نن ورځ ( ۱۳۹۸لمریزکال ، د حمل په ۲۴ ) نیټه رسمآ د شیخ زاید پوهنتون اداري کارمندانو او استادانو ته نوی مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله «فیضي» د شيخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسين ګل اریوبي ترڅنګ علمي معاون پوهندوي عبدالخلیل افغاني ، د محصلانو چارو مرستیال احمد جاوید شکیب مالي اواداري چارو پخواني مرستیال سيدولي شاه مندوزي لخوا معرفي کړای شو.
ښاغلی «فیضي» د شیخ زاید پوهنتون نوی مالي او اداري چارو مرستیال د ملکي خدمتونو د ازادې سيالۍ او رقابت له لارې یاد پوست ته بریالی شوی او نن یې رسمآ خپله دنده پیل کړه.
یادو مراسمو ګډونولو ته د شيخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل« اریوبي » د فیضي په ګمارنه خوښۍ ښودلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، چې : ( په لومړی سرکې نوي مالي اواداري چارو مرستیال فیض الله فیضي ته د نوي دندې مبارکي وایم او په کارونوکې د بریالیتوب غوښتنه کوم او همدرانګه د شيخ زاید پوهنتون پخوانۍ مالي او اداري چارو مرستیال پوهنمل سيدولي شاه مندوزي څخه مننه کوم ، چې خپله دنده یې په خورا سپيڅلتیا سرته ورسوله د قانون په چوکات کې هرې روا غوښتنو ته ځواب ویلې دی )
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد جاوید شکیب خبرې وکړي ، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، چې ( پخوانی مالي او اداري چارو مرستیال مندوزی په ټول توان پوهنتون اداري ته کار کړی او ډیرې ښي حاطرات یې راسره دي د ژوند په نورو امورو کې د بریالیتوب هیله کوو او نوي معاون فیضي ته دمبارکۍ ترڅنګ دهمکاري ډاد ورکوو)
په تعقیب د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سيدولي شاه مندوزي خبرې وکړي، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د پوهنتون ریس معاوینونو څخه مننه کوم ، چې زمونږ د ښو کارونو لاس نيوی یې کړی او په ځآنګړي ډول د اداري کارمندانو څخه مننه ، چې په خوار اخلاص صدقت او ايمانداري يې د خپل پوهنتون دپاره شپه او ورځ کار کړی بلا زیات ښه خاطرات یې راسره دي ، چې ترابده به یې یاد ساتم )
په وروستیو کې د شیخ زاید پوهنتون نوي مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله فیضي په تفصیل د راتلونکي پلان او اهدافو ته دراسیدو په اړوند خبرې وکړي، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري څخه نړۍ مننه کوم ، چې پرما یې باور وکړ ترڅو دیاد وزارت په چوکاټ کې هغه اهداف چې دلوړو زده کړو وزارت ټاکلي رسیدګي وکړای شم ، د شته امکاناتو به کار اخلو او اداري سیستم به ان شاالله الکترونیک سیستم کولو هڅې کوو، د پوهنتون د ښه بهبود په موخه به شپه ورځ کار کوم )

غونډه د سرلوړي، اباد افغانستان او د نوي مالي او اداري چارو مرستیال دپوهنتون د ښه بهبود په موخه د دوعايي ویلوسره پای ته ورسیده